د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۱۲ نورې سیمې خوندي شوې اعلانېږي


بند امیر
بند امیر

ټاکل شوې چې د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره ۱۲ نوي ځایونه ډېر ژر د خوندي شویو سیمو په نوملړ کې شامل کړي.

د دغې ادارې د اطلاعاتو او عامه‌ پوهاوي د څانګې رئیس قاسم رحیمي د چهارشنبې په ورځ د جون دوهمه ( غبرګولي ۱۲) امریکا غږ ته وویل چې د دغو سیمو رسمي اسناد د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د رئیس شاه زمان میوندي له خوا لاسلیک شوي دي.

د پکتيا منډهیر، د خوست ادمامد، د لوګر د ازرې طبيعي ځنګلونه، د فاریاب ګرزيوان، د سمنګان کول بست او کول رحمت، د ميدان وردګو د شاه فولادي غره دويمه برخه، د ننګرهار دره نور، د لغمان د دولت شاه طبيعي ځنګلونه، د کاپيسا رېګ روان، د کونړ شمندوک او د دايکندي شهرستان په دغو خوندي شویو سيمو کې شامل دي.

د ښاغلي رحیمي په وینا د دغو سیمو له سروې او مطالعې وروسته رسمي اسناد لاسلیک شوي او ژر به د یوې غونډې په ترڅ کې د خوندي شویو سیمو په توګه اعلان شي.

د افغانستان د چاپېريال ساتنې ملي ادارې ویلي چې د خوندي شویو سیمو پراختيا له افغانستان سره د نړیوالو همکاريو په جلبولو، علمي څېړنو، د ګرځندويانو جذبولو او د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.

ټاکل شوې وه چې د ٢٠٢٠ کال تر وروستيو د افغانستان د ټولې خاورې لږ تر لږه پنځه سلنه د خوندي شویو سیمو په توګه اعلان شي خو د چاپیریال ساتنې ادارې ویلي چې تر ټاکل شوي هدف وړاندې تللي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو په اساس تراوسه په افغانسان کې ۲۲ سیمې خوندي شوې اعلان شوي چې د بامیانو بند امیر، نورستان، د بدخشان واخان او په کابل کې کول حشمت خان یې له مشهورو سیمو څخه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG