د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس د نړیوال فقر د کمولو هڅې شنډې کړي- راپور


یو نوی رپوټ وایي چې د کروناویروس وبا د نړیوال فقر او نیستۍ د کمولو مبارزهاو د نړیوالې روغتیا پرمختګ ورو کړي دي.

د مایکروسافت موسس بیل ګیټ او د هغه د میرمنې ملیندا ګیټ د بنسټ رپوټ ښیي چې د کروناویروس د وبا د پیل راهسیې د نړۍ نژدې ۳۷ میلیون وګړي د سخت غربت او نیستۍ لور ته ټیل وهل شوي دي چې پدې توګه د نړیوال فقر کچه په څو میاشتو کې اوه فیصده لوړه شوه ده.

په عین وخت کې ددې رپوټ له مخې په ۲۰۲۰ کې د هغو ماشومانو شمیر چې په منظمه توګه ورته د شري او خناق/دیفتري ناروغیو واکسینونه کېدل، له اتیا سلنې څخه ۷۰ سلنې ته راکم شوی دی.

دغه رپوټ چې د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ هدفونه څاري وایي: «مونږ په ۲۵ اونیو کې ۲۵ کاله شاته پاته شو.»

بیل ګیټ د نیویارک ټایمز سره په مرکه کې د کروناویروس په وجه وروسته پاته کیدل تائید کړل، خو هغه خوشبیني وښودله چې نړۍ به دا زیان «په دوو یا دریو کلونو» بیرته جبران کړي.

د هغه په وینا دا کار به په نړیواله کچه د واکسین کیدو وروسته هغه وخت ممکن شي چې د توریزم له صنعت نه بیا پیسې ترلاسه کیدل پیل شي، په بهر کې د کارکوونکو کسانو له لورې خپلوانو ته د پیسو لیږل پیل شي او د نړیوال بانک د پور ورکولو پروګرام بیا شروع شي. د ښاغلي ګیټ د وړاندوینې په اساس دا کار به په ۲۰۲۲ کې ممکن شي.

خو له بلې خوا د کروناویروس پیښې د ۳۰ میلیون کسانو د اخته کیدو سرحد ته نژدې شوي او دغې وبا تر اوسه په نړیواله کچه ۹۲۸۰۰۰ کسان مړه کړي دي او د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې لا هم دغه ویروس مخ په زیاتیدو دی.

XS
SM
MD
LG