د لاس رسي وړ اتصالات

نیوز یلاند کې پر جوماتونو برید د یو افغان په ګډون ۴۹ تنه وژلي


د نیوي زیلاند په کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو په حمله کې ۴۹ تنه وژل شوي او لږ تر لږ ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې دواړې پېښې نن «مارچ پر ۱۵مه» د جمعې د لمانځه پر مهال رامنځته شوي دي.

د نیوزیلاند صدراعظم جاسیند ادرن ویلي چې پولیسو تر یادې پېښې وروسته څلور تنه چې درې یې نارینه او یوه ښځه ده نیولي دي، نوموړي زیاته کړه چې یادو کسانو د سختدریزۍ افکار لرل.

نوموړي دا یو تروریستي‌ حمله بللې ده.

د نیوزیلاند صدراعظم ویلي: "په دغو حملو کې ۴۹ تنو ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، کولای شوو ووایو چې دا یو تروریستي‌ حمله وه."

تر پېښې وروسته په نیوزیلاند کې امنیتي تدابیر سخت شوي او د ټولو جوماتونو ته امر شوی چې خپلې دروازې وتړي.

رویټرز خبري اژانس د یو عیني شاهد له خولې لیکلي، یو تن چې وسله ورسره وه مرمۍ ضد واسکټ یې په تن و په «النور» جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې پيل کړې او یو شمېر لمونځ کوونکي د ښیښو په ماتولو سره له جومات نه وتښتېدل.

برید پر داسې مهال شوی چې د بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډله د جمعې لمانځه لپاره جومات ته د تګ په حال کې وه.

د بنګله دېش کرکټ لوبډلې کپټان رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دوی لوبغاړو ته زیان نه دی رسېدلی.

پر همدې مهال په اسټرالیا کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي پر خپل ټوېټر لیکلي چې په دغه برید کې یو افغان هم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو د مشرانو ترڅنګ افغان ولسمشر محمد اشرف هم دغه برید غندلی او «وحشیانه» عمل یې بللی دی.

نن جمعه د (مارچ ١٥) له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:"پر دغو جوماتونو تروریستي بریدونو یو ځل بیا وښوده چې تروریستان هیڅ دین او ائین ته درناوی نه لري او د ټول بشریت دښمنان دي."

ارګ وایي ښاغلي غني یو ځل بیا د نړۍ پر ټولو هېوادونو د ترهګرۍ شومې پدیدې پر ضد له تفکیک پرته پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله هم دغه برید غندلی او هغه يې وحشيانه بللی، عبدالله ويلي، «ترهګري مذهب او روا دليل نه لري»

XS
SM
MD
LG