د لاس رسي وړ اتصالات

انجوګانې دې د ۸۵۰میلیونه ډالرو بودیجې په اړه معلومات ورکړي- غني


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تیر لمریز کال انجوګانو په افغانستان کې شاوخوا ۸۵۰ میلیون ډالر مصرف کړي دي.

ښاغلي غني، چې د یکشنبې په ورځ (مارچ ۱۱) د 'غیر دولتي مؤسساتو لومړي ملي کنفرانس' کې وینا کوله وویل، انجوګانې دې د خپلې بودجې د شفافیت په اړه د افغانستان خلکو ته معلومات ورکړي.

ښاغلي غني وویل "دولت خپله بودجه شفافه کړې ده، حساب ورکوي، له بودجې څخه ټولې پټې چارې ایستل شوي دي، ټوله بودجه په شفافه توګه د خلکو او نړیوالو سازمانونو په واک کې ده او ملګرو ملتونو موافقه کړې چې د دوی (انجوګانو) بودجه هم په شفاف ډول د افغانستان د خلکو او نړۍ په واک کې ورکول کیږي. اوس په انجوګانو زما غږ دا دی چې ستاسې ۸۵۰ میلیون ډالري بودجه دې، یا هر څه چې ده، په شفافه توګه د خلکو په واک کې ورکړل شي".

ولسمشر غني وویل، انجوګانو تل په دولتي ادارو کې د شفافیت پر راوستلو ټینګار کړی او زیاته یې کړه، چې انجوګانې هم باید په خپلو چارو کې د شفافیت مسله تر بحث لاندې ونیسي.

که څه هم ولسمشر غني د روغتیا، کرنې، پوهنې او یو شمیر نورو برخو کې د ځینو انجوګانو د فعالیتونو ستاینه وکړه، خو وې ویل، چې لا هم دغه غیردولتي بنسټونه د پراختیايي اجنډاو پر جوړولو بریالي شوي نه دي.

ښاغلي غني د غیر دولتي مؤسساتو ملي کنفرانس جوړول د انجوګانو لپاره یو ښه فُرصت وباله او وې ویل "ستاسې لپاره فُرصت دا دی چې په دې مجلس کې یوه انکشافي اجنډا وړاندې کړئ، تر څو ووینو چې ستاسې فکري ځواک او تیاری په کومه کچه کې دی".

د ولسمشر غني پر وینا، د یو شمیر انجوګانو له خوا د ستراتیژیو ترتیبول د پیسو د تولیدولو په ستراتیژي بدله شوې ده او له انجوګانو څخه یې وغوښتل چې په خپلو ستراتیژیو کې د افغانستان خلکو ته لومړیتوب ورکړي او هغوی ته د زیان د رسولو مخنیوی وکړي.

د افغانستان ولسمشر د کنفرانس ګډونوالو ته په اساسي ډول د انجوګانو د ۱۷ کلنو چارو د څیړلو وړاندیز وکړ او وې ویل "انجوګانو څو مصرف کړی، نتایج یې څه دي، لاس ته راوړنې یې څه دي او له دې څخه موږ څه نتیجه اخلو، څو یې په ځان باندې مصرف کړي دي او مخصوصاً د لوږې په لرې کولو کې، د بیوزلۍ په لرې کولو کې".

ولسمشر غني په انجوګانو نیوکه وکړه، چې د بیوزلۍ ختمولو ته یې پام نه دی کړی او دا مسله یې څنډې ته کړې ده.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې د دغه کنفرانس د څیړنو په نتیجه کې به د هغو انجوګانو چارو ته لا پراختیا ورکړل شي، چې خلکو ته یې په اغیزمنه توګه خدمات وړاندې کړي دي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د انجوګانو له خوا، په افغانستان کې د نږدې ۵۲۰۰ پروژو د تطبیق لپاره، څه باندې ۸۵۰ میلیون ډالر لګول شوي دي.

د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وویل، چې انجوګانو دغه بودجه په متوازن ډول لګولې نه ده "په ۱۳۹۵ کال کې دغه لګښتونه په وضاحت سره ښيي، چې د منابعو متوازن ویش، د یو عمده اقتصادي او ټولنیز اصل او د حکومت د پراختیايي لومړیتوب په توګه، ترسره شوي نه دي، د بیلګې په توګه د ۸۵۰ میلیون ډالرو له مجموعې څخه ۲۹۴ میلیون ډالر یې یعنې ۳۵ فیصده یوازې په کابل کې لګول شوي دي، په داسې حال کې چې د پکتیکا ولایت برخه یوازې ۲.۸ میلیون ډالر ده او د کاپیسا، نورستان، زابل، نیمروز برخه له ۵ میلیونو ډالرو څخه کمه ده".

ښاغلي مستور زیاته کړه، یو شمیر انجوګانو د خپلو فعالیتونو په اړه حکومت ته رپوټ نه دی ورکړی، ځینې یې په کورني سوداګري بدلې شوي او زیات شمیر یې متوازنې پراختیا ته پاملرنه نه ده کړې.

د اقتصاد وزیر وویل، له همدې امله دغو انجوګانو د خلکو د ژوند په ښه‌والي او د لوږې په ختمولو کې اغیزمن رول نه دی لوبولی.

XS
SM
MD
LG