د لاس رسي وړ اتصالات

نیکاراګوا د افغانستان لپاره سفیر ونوماوه


د نیکاراګوا جمهور رئیس دانیال اورتیګا او مرستیاله یې روزاریو موریلو چې د جمهور رئیس میرمن هم ده.
د نیکاراګوا جمهور رئیس دانیال اورتیګا او مرستیاله یې روزاریو موریلو چې د جمهور رئیس میرمن هم ده.

په نیکاراګوا کې سیمه ایزو مطبوعاتو شنبه جون ۲۲ ( چنګاښ دویمه) ویلي چې د دې هیواد حکومت په افغانستان کې د طالبانو واک لاندې ادارې لپاره نوی سفیر پداسې حال کې ټاکلی چې د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا ادارې د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

د E1 19 ډجیټل په نامه یوې خپرونې چې د حکومت په طرفدارۍ لیکنې کوي ویلي چې په چین کې د نیکاراګوا سفیر، مایکل کامپبیل به د افغانستان لپاره ددې هیواد سفیر وي خو چارې به د چین له پایتخت بیجنګ څخه پر مخ وړي.

د نیکاراګوا د جمهور رئیس مرستیالې روزاریو موریلو په یوې اعلامیې چې په سمیه ایزو مطبوعاتو کې خپره شوې ویلي، "مونږ د افغانستان اسلامي امارت، ولس او حکومت څخه مننه کوو چې زمونږ په ملګري مایکل کامپبیل یې رحم وکړ".

د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې د دې ډلې سرپرست حکومت په رسمیت ندی پیژندلیی.

د نیکارواګوا د حکومت په اعلان کې هم د طالبانو په رسمیت پیژندل ندي یاد شوي.

چین هم په افغانستان کې سفیر لري خو د طالبانو حکومت یې په رسمیت ندی پیژندلی.

د ټولشموله حکومت جوړول، د قومي او مذهبي اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري او بنسټیز حقونو ته درناوی، نجونو او میرمنو ته د تعلیم او کار کولو حق ورکول ځیني هغه شرطونه دي چې نړیوالې ټولنې د طالبانو مشروعیت او رسمیت پیژندلو لپاره ټاکلي دي.

طالبانو د په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته پر ښځو او نجونو باندې پرله پسې محدودیتونه لګولي دي شاوخوا ۱۰۰۰ ورځې کیږي چې طالبانو په افغانستان کې د لومړنۍ ډورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیر لګولی او نږدې یو نیم کال کیږي چې د پوهنتونو دروازې یې د ښځو او نجونو پرمخ تړلي دي.

همداشان د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی او هم یې پر ښځو له کور بهر د حجاب اغوستلو او د اوږد سفر پر مهال د محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تللو منع کړي دي.

طالبانو حکومت د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو په اړه د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو د پرله بسې غوښتونو سره سره تراوسه ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار اجازه نه ده ورکړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG