د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کشک کهنه ولسوالۍ کې نهه افغان سرتیري وژل شوي


وروستیو میاشتو کې د افغانستان په یو شمیر لودیځو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړې پراخه شوي دي.
وروستیو میاشتو کې د افغانستان په یو شمیر لودیځو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړې پراخه شوي دي.

د هرات ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه ( زمري ۷ مه) د دغه ولایت د کشک کهنه په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو په برید کې نهه افغان سرتیري وژل شوي دي.

د هرات ولایتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تیره شپه د کشک کهنه ولسوالۍ د " کاریز زمان" په سیمه کې د ملي اردو او ملي پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې د سهار پورې یې دوام در لود.

د دغو بریدونو په پایله کې د ملي اردو، ملي پولیسو، سیمه ییزو پولیسو او ولسی پاڅون کوونکو پورې اوړند د نهو سرتیرو د وژل کیدو سربیره یو شمیر نور ټپیان شوي هم دي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د بادغیس ولایت د ابکمري په ولسوالۍ کې طالب وسله والو ته د سر د درون زیان د رسیدلو وروسته د دغې ډلې وسله والو د کشک کهنه ولسوالۍ د نیولو لپاره د دغې ولسوالۍ د مرکز سره نږدې پر امنیتي پوستو برید وکړل، چې له امله یې د ملي اردو پنځه سرتیري ووژل شو او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي امان وویل، چې د ابکمري په ولسوالۍ کې ۳۴ وسله وال طالبان د افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ د رسنیو مسول فرزاد فروتن هم ویلي، چې د کشک کهنه د ولسوالۍ د تیرې شپې په جګړو کې ملي پولیسو دوه سرتیري، یو سیمه ییز پولیس او د افغان حکومت ملاتړو ولسي پاڅون کوونکو د ډلې یو تن پاڅون کوونکی وژل شوي او یو پولیس ټپي شوی دی.

خو عیني شاهدان وايي، چې په دې جګړو کې لس افغان امنیتي سرتیري وژل شوي، اوه نور ټپیان شوي او د جګړې وروسته یو سرتیری لا درکه شوی هم دی.

طالبانو لا تراوسه د ابکمري په ولسوالۍ کې خپلو وسله والو ته د سر د زیان د اوړیدلو په اړه د دفاع وزارت د مرستیال ویاند ادعا نه ده تائید کړې.

همداشان دغې ډلې لا تراوسه د کشک کهنه ولسوالۍ د جګړو په اړه هم رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG