د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د هاوان مرمۍ چاودنې نهه ماشومان وژلي


عکس(د ننګرهار حوضوي روغتون)
عکس(د ننګرهار حوضوي روغتون)

د ننګرهار ولایت په لعلپوري ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله نهه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دغه پېېښه نن دوشنبه جنورۍ لسمه (مرغومې ۲۰) د لعلپوري ولسوالۍ په بېګانانو کلي کې د جوارو د پولیو پلورونکي لخوا د هاوان زړې مرمۍ ټکېدو له امله رامنځته شوې ده.

په نګرهار ولایت کې د طالبانو د والي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي: "د ننګرهار ولايت لعلپورې ولسوالۍ بېګانانو کلي کې د جوارو پوليو پلورونکي له لوري د يوې زړې هاوان مرمۍ ټکولو له امله چاودنه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې نهه ماشومان شهيدان او څلور ټپيان شوي دي."

په اعلامیه کې ویل شوي چې ټپي شوي کسان د درملنې په موخه د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

له جګړې څخه پاتې ناچاوده مهمات لا هم له جدي اندېښنو څخه او د ګڼو افغانانو ژوند ګواښي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) په تیره نومبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په حواله ویلي و چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې ۴۶۰ماشومان په جګړو کې وژل شویدي.

یونیسف په افغانستان کې په ناچاودل شویو موادو او په ځینو ځایونو کې د جکړې له کبله د ماشومانو د مرګ ژوبلې په دوام اندیښنه ښودلې وه.

یونیسف تیره میاشت په خپل یو بل راپور کې وویل چې د ۲۰۰۵ میلادي کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو تر ټولو زیاته مرګ ژوبله لرله.

یاد سازمان وویل چې په تیرو ۱۶ کلونو کې په دغه هیواد کې څه باندې ۲۸۵۰۰ ماشومان په وسله والو نښتو کې مړه او ټپیان شوي دي.

د یونیسف د معلوماتو په اساس دغه ارقام په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې ۲۷ سلنه تشکیلوي.

ملګرو ملتونو د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې په جګړه ځپلو هیوادونو کې ممکن د ماشومانو د مرګ ژوبلې ارقام تر دې هم زیات وي.

XS
SM
MD
LG