د لاس رسي وړ اتصالات

دایکندي کې د طالبانو په برید کې ۹ تنه وژل شوي


د دایکندي سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د پاتو ولسوالۍ په "سپرمي" کلي باندې د طالبانو په برید کې اته تنه ملکیان او یو ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.

د دایکندي والي محمد ضیا همدرد د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۸ (سلواغې ۳۰) امریکا غږ ته وویل چې طالب جنګیالیو نن سهار څلور نیمې بجې په دغه کلي کې د خلکو په کورونو او د ولسي پاڅون‌کوونکو په یوې پوستې برید وکړ.

ښاغلي همدرد وویل چې په دغه برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۱۰ کسه ملکي وګړي او ولسي پاڅونوال ټپیان شوي دي.

د دایکندي د والي په وینا چې د مرستندویو ځواکونو له رارسېدو وروسته په دغه کلي باندې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او اوس‌مهال نښته پای ته رسېدلې ده.

خو د دایکندي د ولایتي شورا غړي غیرت‌علي جواهري وویل چې په دغو بریدونو کې ۹ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۱ ولسي پاڅونوال ټپیان شوي دي.

ښاغلي جواهري زیاته کړه چې له افغان ځواکونو او ولسي پاڅونوالو څخه د سپرمي کلي د مشرانو له ملاتړ وروسته طالبانو په دغه کلي برید وکړ.

طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د چهارشنبې په ورځ هم د دایکندي په کجران ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزې اردو د ټولي د مرستیال په ګډون پنځه سرتیري د سرک غاړې د ماین په چاودنه کې ووژل شول او د دغه ټولي قوماندان او ساتونکی یې ټپیان شول.

د دایکندي کجران او پاتو ولسوالۍ د دغه ولایت له ناامنو سیمو څخه ګنل کېږي چې په اکثرو کلیو کې یې طالبان پراخ حضور لري.

XS
SM
MD
LG