د لاس رسي وړ اتصالات

شریف: د پاکستان د پوځ یو موټر سیند ته غورځېدلی او نهه سرتېري مړه شوي 


د پاکستان ځواکونه
د پاکستان ځواکونه

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي چې د پوځ یو موټر یې سیند ته غورځېدلی او په کې سپاره نهه سرتېري مړه شوي‌ دي.

ښاغلي شریف په خپل ټویټر کې دا خبر خپور کړی دی. راپورونه وايي‌چې دا پېښه تېره ورځ اګست ۲۱ (زمري ۳۰) د پاکستان تر واک لاندې کشمیر «باغ ضلع» کې شوې ده .

د امریکا غږ ډیوې څانګې د پاکستاني د دولتي راډیو د راپور په اساس ویلي‌ دي چې په موټر کې ناست سرتېري په ګزمه روان وو چې په یو موړ کې سیند ته غورځېدلی دی.

چارواکي‌ وايي‌چې په پېښه کې څلور نور سرتېري ژوبل شوي‌هم دي.

د مړه شويو‌ سرتېرو جسدونه د راولپنډۍ روغتون ته انتقال شوي ‌دي. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د دغې پېښې په اړه خواشیني ښودلې ده.

هغه په خپل ټویټرپاڼه کې د دغو سرتېرو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده. تر دې دمه د مړه شویو سرتېرو هویت افشا شوی نه دی.

پاکستاني چارواکي‌ داسې مهال سیند ته د خپلو سرتېرو د دغه موټر د غورځېدو خبره کوي چې تر دې مخکې د دغه هېواد د پوځ څو الوتکې هم د هوا د خرابوالي ‌او تخنیکي ستونزو له کبله غورځېدلي او یو شمېر سرتېري ‌په کې مړه شوي‌ دي.

په تازه پېښه کې څو ورځې مخکې پاکستاني چارواکو وویل چې د بلوچستان په ایالت کې یې د پوځ یوه الوتکه وغورځېده او شپږ کسان په کې مړه شول.

XS
SM
MD
LG