د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د کورني تاوتریخوالي له امله ۹ تنه وژل شوي


آرشیف
آرشیف

‌د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند بډا کڅ په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د تاوتریخوالي له ۹ تنه وژل شوي دي.

د خوږیاڼي پر وینا، دا شخړه د انور او ورېشمین کورنیو ترمنځ د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۱مه (لړم ۳۰مه) د سهار شپږ بجې د دغې ولسوالۍ په بډا کڅ سیمه کې شوې ده.

هغه وویل، په وژل شویو کې پنځه کسان د انور او څلور نور د ورېښمین کورنیو پورې تړاو لري او دغه راز د دواړو کورنیو څلور کسان ټپیان شوي هم دي.

د سیمې یو اوسېدونکي خالد خان امریکا غږ ته وویل چې د دغو کورنیو تر منځ د کورني تاوتریخوالي پر سر جنجال و جرګه هم پکې شوې وه خو بیا یې هم په یو بل ‌‌‌‌‌‌ډزې کړي او دغه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

نوموړي وویل چې نهه کسان وژل شوي او پنځه نور زخمیان دي.

د سیمې یو بل اوسېدونکي عثمان وویل: د دغو کورنیو منځ کې جنجال و موږ د منځګړو په توګه ورغلي وو چې ستونزه هواره شي، خو په ‌‌‌‌‌‌ډزو کې یو شمېر منځګړي خلک هم ولګېدل چې ټپیان دي او په دې منځ کې زما ورور هم زخمي شوی دی.

د ننګرهار ولایتي اداره وايي اوس شخړه ختمه شوې ده، ځواکونه سیمې ته رسېدلي او ددغې قضیې پلټنه کوي او عاملین به یې د قانون منګلو ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG