د لاس رسي وړ اتصالات

اترا: د افغانستان په ۴۳ ولسوالیو کې مخابراتي خدمتونه نشته


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د افغانستان په ۴۳ ولسوالیو کې هيڅ ډول مخابراتي خدمتونه نشته. د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې "اترا" مسؤلین وایي چې په یو شمیر ولایتونو کې د بریښنا نه شتون له وجې هم خلک انټرنیټ نلري.

د دې ادارې رئیس محمد نجیب عزیزي وایي د امنیتي وضعیت خرابوالي د مخابراتو په سکټور اغیزه کړې او په ځینو ولسوالیو او کلو کې د مخابراتي شبکوپر تاسیساتو باندې بریدونه کیږي. د ښاغلي عزیزي په وینا چې د همدغو ستونزو له وجې د افغانستان په ۴۳ ولسوالیو کې هیڅ ډول مخابراتي خدمات نشته.

" نن په افغانستان کې ۴۳ ولسوالۍ شته، چې مونږ په کې هیڅ ډول مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه نه لرو، د امنیتي ګواښونو له امله زمونږ هیڅ شرکت هلته نه شي تللی. څو نورې ولسوالۍ هم شته، چې د سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دي او هلته مونږ په وقفوي ډول خپل خدمتونه وړاندې کوو".

د اترا رئیس وویل، چې د امنیتي ستونزو سربیره په ډیرو سیمو کې د بریښنا نشتون هم دوی د ستونزو سره مخ کړي دي.

د افغانستان په اداري تشکیلاتو کې د ولسوالیو شمیر شاوخوا ۳۸۸ ته رسیږي.

محمد نجیب عزیزي زیاته کړه چې په اوس وخت کېپه افغانستان کې اتیا په سلو خلک مخابراتي خدمتونو ته لاس رسی لري. هغه وویل، چې ترراتلوونکو دوو کلونو به د افغانستان له اتیاو فیصدو زیاتو ولسوالیو کې خلک انټرنیټي خدمتونو ولري.

په افغانستان کې که څه هم د مخابراتو سکټور ډیر زیات پراخ شوی او د نورو برخو پرتله پکې ډیره پانګونه شوې، خو د مخابراتي خدمتونو کیفیت ښه نه دی او بیعي هم لوړې دي.

په کابل د صفي الله علخیل په نوم د مخابراتي شبکو یو کارونکی وايي، دې د مخابراتي شبکو د کفیت او لوړې بیعي څخه خوشاله نه دی.

خو د اترا رئیس محمد نجیب عزیزي وايي، هڅه کیږي، چې په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو بیعي راکمي کړي.

"په راتلوونکو دوه نیمو کلونو کې د تیلیفوني اړیکو بیعي او د انټرنیټي خدمتونو بیعي به نیمايي ته راټیټې کړو. د پرانیستې پالیسۍ په بشپړ تطبیق او په ځانګړي ډول د نوي نوري فایبر په واسطه، چې د خصوصي سکټور له لارې به پلی شي مونږ ته د دې توان راکړي".

نجیب عزیزي وايي، د اترا اداره په پرله پسې ډول د مخابراتي شرکتونو فعالیتونه څاري او یوازې په تیرو دریو میاشتو کې یې شپږ مخابراتي شرکتونه هریو له سل میلیونو افغانیو څخه زیات جریمه کړي دي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د نورو ستونزو سربیره د بریښنا نتشون هم په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو د بیعو په لوړیدو کې مرسته کړې ده. اوس مهال په افغانستان کې شپږ شرکتونه د ټیلیفوني خدمتونو د برابرولو او په شاوخوا ۵۰ نور د انټرنیټي خدمتونو د برابرولو په برخه کې په کار بوخت دي.

XS
SM
MD
LG