د ۲۰۲۴م کال د سولې د نوبل جایزه د جاپان د "نیهون هیډانکیو" ډلې ته چې په هیروشیما او ناګاساکي باندې د اټومي بم له استعمال څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو غورځنګ دی او په "هیباکوشا" هم پېژندل کېږي، ورکړل شوه.
د ناروې نوبل کمېټې مشر یورګن واتني فریدنس په اوسلو کې وویل، چې یادې ډلې د جمعې په ورځ، د اکتوبر ۱۱مه (تلې ۲۰مه) د خپلو هڅو په بدل کې چې د اټومي وسلو څخه د پاکې نړۍ د رامنځته کولو لپاره یې کړي او کوي او د چاودنې د ژوندیو شاهدانو د خبرو له لارې نړۍ ته د پیغام رسولو لپاره چې اټومي وسلې باید هېڅکله بیا ونه کارول شي، دا جایزه ترلاسه کړ.
د یاد غورځنګ د مدیره پلاوي استازي توشییوکي میماکي، د سولې د نوبل جایزې ګټلو په اړه په حیرانتیا او ژړانده سترګو پلازمېنې توکیو کې خبریالانو ته وویل: "هیڅکله مې فکر نه کاوه چې دا جایزه به موږ وګټو."
نوموړي زیاته کړه: "ویل کیږي چې د اټومي وسلو له کبله، نړۍ سوله ساتي"، خو هغه خبرداری ورکړ: "که روسیه له دې وسلو څخه د اوکراین او اسرائیل په غزې کې کار واخلي، نو خبره به دلته پای ته ونه رسېږي. سیاستوال باید پدې خبرې پوه شي. "
په ورته وخت کې د نوبل کمېټې د نړیوال "اټومي ممنوعیت" په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه چې د ۱۹۴۵ کال د اګست په اټومي بریدونو په غبرګون کې جوړه شوې وه او اوس تر فشار لاندې ده.
فریدنس خبریالانو ته وویل: "د روان کال جایزه د دې "اټومي ممنوعیت" د ساتنې پر اړتیا ټینګار کوي. موږ ټول، په ځانګړي ډول اټومي ځواکونه، مسوولیت لرو. "
مسکو څو ځله د دې لپاره چې لوېدیځ د اوکراین ملاتړ څخه واړوي، ګواښ کړی چې له اټومي وسلو به کار واخلي. تېره میاشت، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل هېواد اټومي تګلارې ته په بیا کتنې سره وویل، چې روسیه به په هغو غیر اټومي هېوادونو باندې د اټومي وسلو د کارولو اجازه ورکړي چې د اټومي ځواکونو له ملاتړ څخه برخمن وي.
د روسیې ولسمشر له ډېرې مودې راهیسې متحده ایالاتو او ناټو ته خبرداری ورکړی چې که دوی اوکراین ته اجازه ورکړي چې د لوېدیځ اوږد واټن ویشتونکي وسلې په روسیه کې وکاروي، نو دا اقدام به د روسیې او د ناټو هېوادونو ترمنځ د جګړې دروازه پرانیزي.
بلخوا د جاپان صدراعظم، شیګیرو ایشیبا وویل چې د نیهون هیډانکیو لپاره دغه جایزه "ډېره مانا لرونکې" وه.
د جاپان د "نیهون هیډانکیو" ډلې ته سولې د نوبل جایزه پداسې حال کې ورکول کیږي چې راتلونکی کال پر هیروشیما او ناګاساکي د امریکا د دوو اټومي بریدونو ۸۰ کاله پوره کیږي. په دې بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰ زره کسان ووژل شول او ډېر شمېر نور بیا وروسته د سوځېدو او وړانګو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړل.
فریدنس زیاته کړه، چې "اوسنۍ اټومي وسلې ډېر زیات تخریبي ځواک لري. دغه وسلې کولای شي میلیونه کسان ووژني او په پراخه توګه په اقلیم ناوړه اغېزه وکړي."
نوموړي خبرداری ورکړ: "یوه اټومي جګړه کولای شي زموږ تمدن او مدنیت له منځه یوسي."
یادې کمېټې همداراز زیاته کړه چې اټومي ځواکونه خپلې اټومي زېرمې پیاوړې کوي او داسې ښکاري چې نوي هېوادونه هم د اټومي وسلو ترلاسه کولو ته تیاری نیسي.
اوسمهال نهه هېوادونه، چې په کې متحده ایالات، روسیه، فرانسه، بریتانیا، چین، هند، پاکستان، شمالي کوریا او احتمالاً اسرائیل شامل دي، په اټومي وسلو سمبال دي او د دې هېوادونو لېست په تېرو کلونو کې د کمېدو پر ځای لا پراخ شوی دی.
د سولې د نوبل جایزه تیر کال په ایران کې زنداني د بشري حقونو فعالې نرګس محمدي ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په خلاف د هغې د مبارزې په خاطر ورکړل شوه.
دا ۵۱ کلنه فعاله او ژورنالسته په ایران کې د جبري حجاب او مرګ د سزا پر ضد د مبارزې په خاطر څو ځله بندي شوې او د تیرو دوو لسیزو زیاتره موده یې په زندان کې تیره کړې ده.
د ۲۰۲۴ کال د نوبل جایزو د ورکړې لړۍ د دوشنبې په ورځ د طب په برخه کې د امریکايي ساینسپوهانو ویکتور امبروس او ګري روکون ته د جین په نظم کې د "مایکرو ار این اېَ د رول د کشفولو له کبله پیل شو.
همدارنګه د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزه دوه امریکایی ساینس پوهانو ډیویډ بیکر او جان جمپر او یو بریتانوي ساینس پوه ډمیس هسبیس ته د چهارشنبې په ورځ ورکړل شوه چې د محاسباتو او مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره د پروټینونو د رازونو د کشفولو په برخه کې یې کار کړی دی.
د طب، فزیک، کیمیا، ادبياتو او سولې په برخو د نوبل جایزه د سویډني شتمن صنعتکار او د دینامیټ مخترع، الفرد نوبل په غوښتنه جوړه شوې ده. د نوبل لومړنۍ جایزه په ۱۹۰۱ کال کې، د الفرد نوبل د مړینې پنځه کاله وروسته ورکړل شوه.
همدارنګه د اقتصاد د نوبل جایزه چې په رسمي ډول "د سویډن بانک جایزه " بلل کېږي، د نوبل په غوښتنه نه ده جوړه شوې، بلکې په ۱۹۶۸ کال کې د سویډن مرکزي بانک له لوري رامنځته شوې ده.
له دې سره سره، دغه جایزه د نوبل د نورو جایزو ترڅنګ ورکول کېږي او د غوره نوماندانو ټاکلو معیار يې هم د نوبل د نورو جایزو په څېر دی.
د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.
فورم \ دبحث خونه