د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبانو د مولوي فضل الله وژل کېدل تاید او نوی مشر وټاکه


مولوي فضل الله د غبرګولی په ۲۳ مه د امریکا د ډرون په یو برید کې د افغانستان د کونړ په ولایت کې له خپلو څلورو ملګرو سره ووژل شو
مولوي فضل الله د غبرګولی په ۲۳ مه د امریکا د ډرون په یو برید کې د افغانستان د کونړ په ولایت کې له خپلو څلورو ملګرو سره ووژل شو

د تحریک طالبان پاکستان ډلې په رسمي ډول د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې خپل پخواني مشر مولوي فضل الله وژل کیدل تائید کړي او ویلي دي، چې مفتي نورولي محسود د مولوي فضل الله د ځای ناستې په توګه د دغې ډلې له خوا ټاکل شوی دی.

مولوي فضل الله او څلور نور ملګري یې د روان لمریز کال د غبرګولی په ۲۳ مه شپه د افغانستان د کونړ په ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي وو.

د تحریک طالبان پاکستان د ډلې د شنبې په ورځ ( چنګاښ دوییمه) رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي، د دغې ډلې د رهبرۍ د شورا له خوا مفتي نورولي محسود د نوي مشر او مفتي حفیظ الله د هغه د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

د امریکا د پوځ له خوا د مولوی فضل الله د وژل کیدو د خبرد تائید دوه ورځې وروسته د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په یوه تیلیفوني اړیکه کې د پاکستان د پوځ او ملکي چارواکو ته د هغه د وژل کیدو خبر تائید کړی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ د مولوي فضل الله وژل کیدل د "تروریزم سره په مبارزه کې یو ښه پرمختګ" ګڼلی وو.

اسلام اباد وايي، د تحریک طالبان پاکستان مشران د افغان حکومت تر کنټرول بهر سرحدي سیمو څخه په پاکستان کې تروریستي بریدونه تنظیموي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مولوي فضل الله په سر د پنځه میلیونو امریکايي ډالرو انعام هم ایښی وو.

مولوي فضل الله په ۲۰۱۳ کال کې د تحریک طالبان پاکستان د مشر په توګه ټاکل شوی وو.

د تحریک طالبان پاکستان نوی مشر

د مولوي فضل الله له وژل کیدو وړاندې د تحریک طالبان پاکستان دوه نور مشران د افغانستان سره سرحد سره نږدې په وزیرستان کې، چې د دغې ډلې د جوړیدو ځای هم دې، د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي وو

د تحریک طالبان پاکستان د ډلې نوی مشر مفتي نورولي، چې د ابو منصور عاصم په نوم هم شهرت لري، د دغې ډلې د اعلامیې له مخې د تحریک طالبان پاکستان د ټولو مشرانو له خوا ورته بیعت شوی دی.

د تحریک طالبان پاکستان د ډلې د مشر په توګه نورولي محسود، په ټاکلو سره د دغې ډلې مشري هم د محسود قبیلې ته، چې نږدې لس کاله وړاندې د دغې ډلې په جوړولو کې یې لوی لاس درلود بیرته ورستنه شوې ده.

د وزیرو د قومونو پورې مربوط د محسود قوم د ډیورنډ د کرښې هغې غاړې ته په جنوبي او شمالي وزیرستان کې میشت دی.

مولوي فضل الله د محسود قوم پورې تعلق نه درلود او د سوات د سیمې اوسیدونکی وو.

تحریک طالبان پاکستان د مشر په توګه د مولوي فضل الله د ټاکلو وروسته د محسودو قوم پورې مربوطو د تحریک طالبان پاکستان غړي ډیر خوشاله نه وو او یو شمیر مشرانو یې د دغې ډلې سره خپلې اړیکې شلولې وې.

د چارو کارپوهان دا ګڼي، چې نورولي محسود د نوي مشر په ټاکلو سره به د تحریک طالبان پاکستان د ډلې څخه جلا شوي مشران بیرته دغې ډلې سره د یوځای کیدو هڅه وکړي او ورسره به د تروریزم پرخلاف، چې په وزیرستان کې پاکستان پوځ په تیره یوه لسیزه کې کوم څخه ترلاسه کړي، کیدای شي د ګواښ سره مخ شي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د خپل ټویټر په پاڼه د تحریک طالبان پاکستان مشري د محسود قوم ته د ستنیدلو خبر نږدې یوه اونۍ وړاندې خپور کړی وو او د محسود قوم ته د تحریک طالبان پاکستان د مشرۍ ستنیدل یې د پاکستان لپاره یو ښه خبر نه وو ګڼلی.

XS
SM
MD
LG