د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي کوریا: شمالي کوریا د بالاستیک توغندی آزمایلی


د جنوبي کوریا پوځ په سیمه ایز وخت یکشنبه جون ۵ (غبرګولي۱۵) خبر ورکړی چې شمالي کوریا سمندر لوري ته یو بالاستیک توغندي وار کړی.

دا په روان میلادي کال کې اتلسم ځل دی چې شمالي کوریا توغندي آزمایي.

پخپله شمالي کوریا تر اوسه د دې توغندي د آزمایښت په هکله څه ندي ویلي خو د جاپان حکومت چې د شمالي کوریا د توغندیو آزمایښت څاري، هم ویلي داسې ښکاري چې شمالي کوریا به یو بل بالاستیک توغندی آزمایلی وي.

شمالي کوریا سږ کال د توغندیو آزمایښتونه ډیر کړي او داسې ښکاري چې د دې هیواد د مشر کیم جونګ اون د هغو هیلو د پوره کیدو د هڅو لپاره کیږي چې هغه په ۲۰۲۱ کال کې د وسلو د پرمختګ لپاره کړیدي.

پیونګ یانګ یوازې بالاستیک توغندي نه بلکې د غږ څخه چټګ (هایپر سونیک)، تاکتیکي اتومي وسلې او لیرې واټن ویشتونکي بین القاروي توغندي او وسلې یې هم آزمایلي.

شمالي کوریا پداسې حال کې د توغندیو آزمایښتونه ډیر کړي چې متحده ایالات او جنوبي کوریا وایي پیونګ یانګ د اوم ځل لپاره د اتومي وسلو آزمایښت ته چمتوالی نیسي خو پخپله شمالي کوریا تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي.

متحدو ایالتونو خبرداری ورکړی که شمالي کوریا د اټومي وسلو ازموینه وکړي، نو واشنګټن به یو ځل بیا به پر هغه هیواد د ملګرو ملتونو د بندیزونو د سختیدو هڅه وکړي.

د امریکا استخباراتو ویلي ښکاري چې شمالي کوریا د ۲۰۱۷ کال راهیسې خپل لومړي اټومي ازموینې ته چمتوالی نیسي. خو دا کار یې د مې میاشتې په لومړیو کې سیمې ته د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن د سفر پرمهال ونکړ.

خو بل پلو بیا جاپان چې د شمالي کوریا په ګاونډ کې پروت دی او تل یې د دې هیواد د توغندیو په آزمایښت اندیښنه ښودلې، غواړي خپل پوځي ځواک "په شدت" بیاوړی کړي، ځکه ددې هیواد مقامات اندیښمن دي چې پر اوکراین باندې د روسیې پوځي یرغل کیدای شي د اسیا په ختیځ کې د بې ثباتۍ پیلامه وګرځي.

د جاپان د اقتصادي پالیسۍ د طرحې په اساس چې کاپي یې د رویترز خبري اژانس ترلاسه کړې جاپان پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل وروسته هوډ کړی چې خپل پوځي ځواک پیاوړی کړي.

تر دې دمخه د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا، د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن سره د لیدنې په وخت ژمنه وکړه چې د خپل هیواد دفاعي بودجه به د «پام وړ کچې» ته زیاته کړي.

د جاپان دغه اقتصادي وړاندیز یوه اوږدمهاله عمومي اقتصادي طرحه ده چې چې هر کال پرې بیاځلي غور کیږي، خو د هغې د لګښت په اړه جزییات نه وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG