د لاس رسي وړ اتصالات

ناروې د 'بین الافغاني' مذاکراتو کوربتوب ته چمتووالی وښود


د ناروې ځانګړي استازي له اجرایي رئیس عبدالله سره
د ناروې ځانګړي استازي له اجرایي رئیس عبدالله سره

د افغانستان لپاره د ناروې هېواد ځانګړي استازي پیر البرت الساس د افغان سولې په اړه د "بین الافغاني" مذاکراتو د کوربتوب او په دې برخه کې د جرمني په همکارۍ د نورو اسانتیاو د چمتووالي په اړه ډاډ ورکړ.

نوموړي نن سې شنبه د «زمري میاشتې پر ۲۹مه» د ملي یووالي حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د سولې په چارو کې د افغان دولت له وزیر سلام رحیمي سره جلا جلا کتلي دي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم امریکا غږ ته وویل، چې ښاغلي الساس له عبدالله عبدالله سره د لیدنې پرمهال ټینګار وکړ، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او په دې برخه کې به خپل همکاري ونه سپموي.

ښاغلي میثم همدارنګه وویل، چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ناروې په کوربتوب د«بین الافغاني» مذاکراتو د کوربتوب هر کلی وکړ.

هغه وویل، تر دا مهاله د دغه مذاکراتو کره نېټه نه ده ټاکل شوې.

پر همدې مهال د سولې په چارو کې د افغان دولت وزیر سلام رحیمي هم پر خپل ټوېټر لیکلي چې د افغان سولې د بین الافغاني مذاکراتو د کوربتوب په اړه یې د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي او امریکا او جرمني سفارتونو له پلاوي سره ګټوري خبرې کړي دي.

نوموړي ویلي، چې له یادو استازو سره یې په لیدنه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل لپاره پر مقدماتي چمتووالي غږېدلي دي.

له دغه وزارت په خپره شوې اعلامیه کې هم په دې اړه ویل شوي:"د سولې په چارو کې د دولت وزیر د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره د پنځلس کسیز پلاوي د ټاکلو، انسجام او همغږۍ په شمول د ټول چمتووالي ډاډ ورکړ."

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت په دې وروستیو کې له طالبانو سره د ۱۵ کسیز مرکچي پلاوي د ټاکل کېدو خبر هم ورکړ، خو روښانه کړې نه ده چې په دغه پلاوي کې څوک شامل دي.

د افغانستان لپاره د ناروې ځانګړی استازی پر داسې مهال د افغان سولې په اړه د «بین الافغاني» مذاکراتو د کوبتوب ته چمتووالی ښيي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد د روانې اګست میاشتې پر ۹مه پر افغان سولې د بحث لپاره د دغه هېواد بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړې.

ښاغلي خلیلزاد تر یادې لیدنې وروسته وویل، چې ناروې هېواد افغان سولې له بهیر سره مرسته کولای شي.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې د افغان سولې په اړه بین الافغاني خبرې به کله تر سره شي، خو تر دې مخکې د جون پر ۷ او ۸مه د قطر او جرمني په کوربتوب په دوحه بین الافغاني مذاکرات تر سره شول.

XS
SM
MD
LG