د لاس رسي وړ اتصالات

په رواني ناروغیو د اخته افغان ځوانانو زیاتېدونکی شمېر


د افغانستان تت اقتصادي لیدلوري او د راتلونکي په هکله د بې باورئ له امله، یو شمیرافغان ځوانان په رواني ناروغیو او ژورخپګان اخته شویدي او دغه شمېر مخ په زیاتېدو دی.

۲۳کلن فریدون رادفر غوښتل چې د افغانستان په یوې حکومتي ادارې کې د عامه اړیکو په برخې کې دنده پیل کړي، خو واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته اوس دغه ځوان په کور ناست دی.

دی وايي: "دوی (افغان ځوانانو) د بهتره راتلونکي، کاري فرصتونو، تعلیم، مساوي حقونو او دیموکراتیکې ټولنې پر لور تازه ګام پورته کړی وو. خو له حرکت کولو سم وروسته د دوی پښې ور پرې شوې او ټول ارمانونه یې خاورې شول. از زه فکر کوم یوازې امیدواري هم خطرناکه کیدای شي. زما په سن د اکثریت ځوانانو رواني حالت ځپل شوی دی".

رادفر له شپږو میاشتو راهیسې په ژور خپګان اخته دی، ډیر وخت په خپل اتاق کې په کتاب لوستلو تیروي او ډیر کم بهر وځي.

هغه د اړیکو او عمومي پالیسۍ په څانګه کې د بلخ په پوهنتون کې، لوړې زده کړې وکړې او تیرکال فارغ شو.

رادفر د ډیرو نورو ځوانانو په څېر د طالبانو تر حاکمیت لاندې ژوند سره په عادت کولو کې ستونزه لري.

تر شلو کلونو وروسته، د طالبانو بیا واکمنېدو د اقتصادي مسایلو او د راتلونکي په هکله د ډاډ د نشتون په ګډون، افغانان له ګڼو ننګونو سره مخامخ کړیدي.

رادفر وايي: "کله چې نه پوهیږو کومې خوا ځو نو خامخا له ځانه ورکیږو. کله چې ځان ورک کړو، په ژور خفګان اخته کیږو او حتی په نشيي توکو روږدي کیږو".

د بلخ ولایت د رواني ناروغیو د روغتون چارواکي وايي، د هغو ناروغانو په شمېر کې د تیر کال په پرتله زیاتوالی راغلی چې، له جنګ څخه وروسته اختلالاتو څخه رنځېږي.

د بلخ ولایت د روانی ناروغیو د روغتون رئیس، حفيظ الله محبي وايي: "هره ورځ د رواني ناروغیو نوې دوسیې تر لاسه کوو. ددغو ناروغانو شمېر ورځ تر بلې زیاتیږي. دا د تېر حکومت په پرتله، چې د ورځې ۳۰ یا ۴۰ ناروغان راتلل، اوس هغه شمېر تر ۱۲۰ یا ۱۳۰ ته رسیدلی دی".

ژورخپګان او اضطراب د ځوانانو ترمنځ ډیر دی. ډاکټر هارون نېکزاد چې د بلخ د رواني ناروغیو د روغتون په عاجله څانګه کې کارکوي وايي، دوی ته ډیر مراجعه کوونکي ناروغان، هغه ځوانان دي چې د هیواد له وضعیت څخه ناهیلي شویدي.

ښاغلی نیکزاد وايي: "بې کاري او د ډاډ نشتوالی په افغانستان کې د رواني ناروغانو او په ځانګړي ډول په ژور خفګان د اخته کسانو د شمېر د زیاتېدلو اصلي لاملونه دي.

افغانستان له یوه بشري بحران سره مخامخ دی، دغه بحران د روغتیا ساتنې او پالنې سکټور، چې پخوا هم د رواني ناروغانو د زیاتې مراجعې له ستونزې سره مخ و، نور هم ټکنی کړی دی.

XS
SM
MD
LG