د لاس رسي وړ اتصالات

نورستان کې ۱۵۲ نجونې له دولسمو ټولګیو فارغې شوي


نورستان کې د دولسم ټولګي نه د فارغو شویو نجونې شمیر دوه چنده زیات شوی.

د نورستان د پوهنې رئیس مولوی محمد امین حماد وايي د تېر کال په پرتله یې له ښوونځیو د فارغو جینکو تتعداد درې چنده شوی او دا اوس په نورستان کې تر شپاړس زرو پورې نجونې ښوونځی لولي.

" تېر کال مونږ سل نجونې فارغانې ورکړې وې چې پنځوسو یې کانکور ازموینه هم ورکړه، خو په ۹۷ کال کې موږ ۱۵۲ نجونې فارغې کړې چې ډېرو یې کانکور ته ثبت نام وکړ."

هغه وايي نږدې ټولو یې کانکور امتحان ته نوملیکنه کړې او که بریالۍ شي نو لوړې زده کړې به وکړي.

دا اوس د ټول نورستان په هیڅ ښوونځي کې لېسانسه ښوونکې نشته .

د پوهنې رئیس وايي مخکې کلونو کې یې یو څه ستونزې لرلې، خو سږنی کال د ټول نورستان به کچه هیڅ تړلی یا تر ګواښ لاندې ښوونځی نه لري.

جینکۍ هم خوشحاله دي چې په ډېرو سیمو کې یې له درندو کارونو سره سره ښوونځي ته لار موندلې او ډېرو سیمو کې یې ځینې فارغې هم شوې چې یوه وړه برخه یې پوهنتون لولي.

سلما دولس ټولګی سرته رسولی او د کانکور امتحان ته په تمه ده.

په نورستان کې ټول ۲۱۴ ښوونځي شته دی.

پخوا طالبانو ډېرو سیمو کې د جینکو له ښوونځیو سره ستونزه لرله، خو چارواکي وايي حل شوې او تمه لري چې که نورستان کې د نوي پوهنتون په جوېړو به راتلونکو څو کلونو کې د ښځینه ښوونکو ستونزه اواره شي او ښوونځیو ته د جینکو ورتګ به بې ساری شي.

XS
SM
MD
LG