د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه په روغتیايي برخه کې له افغانستان سره ۴۵ میلیونه ډالره مرسته کوي


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (وچا) وايي د روغتیايي سیستم د سقوط مخنیوي لپاره له افغانستان سره ۴۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.

اوچا نن چهارشنبه سپټمبر ۲۲ (وږې ۳۱) ویلي چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو د بېړنو مرستو صندوق له لارې ورکول کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر د معلوماتو په اساس اوس مهال په افغانستان کې درمل، طبي تجهیزات او د سونګ مواد له خلاصېدو سره مخ دي او روغتیايي کار کوونکو ته لازم معاشونه نه ورکول کیږي.

د اوچا په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان د روغتیايي نظام سقوط به ناورین رامنځته کړي او خلک به له لومړنیو روغتیايي خدماتو څخه محروم شي.

په بیان کې ویل شوي چې ملګري ملتونه به د اړتیا پر مهال د افغانستان د خلکو تر څنګ پاتې شي.

تیره ورځ د روغتیا نړیوال سازمان مشر هم کابل ته د سفر پرمهال وویل چې په افغانستان کې د «صحتمندۍ پروګرام» د درېدو له کبله په دغه هیواد کې۲۳۰۰ روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخ شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ویلي چې کابل ته د سفر په ترڅ کې له طالب مشرانو سره د روغتیايي وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي ادهانوم ویلي چې افغانستان دا مهال د روغتیا په برخه کې د تجهیزاتو، درملو او مسلکي پرسونل له کمښت سره مخ دی او په وینا یې دغه تشې د دې لامل شوی چې ډير ناروغان ژوند له لاسه ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې کابل ته د سفر په ترڅ کې له وزیر محمد اکبر خان روغتون ته هم ورغلی او لیدلی یې دی. هغه وايي چې په دغه روغتیايي مرکز کې ناروغانو درملنه له ستونزو سره مخ ده.

ښاغلي ادهانوم ویلي چې په وزیر محمد اکبرخان روغتون کې داسې نرسانې هم وې چې له تیرو درې میاشتو یې له معاش پرته دنده تر سره کوله.

په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې اندېښنې وروسته تر هغه هم زیاتې شوي چې شااوخوا یوه میاشت مخکې په دغه هیواد د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو وروسته نظام بدل شو.

XS
SM
MD
LG