د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال جګړو شاوخوا ۲۸۳ زره افغانان بې ځایه کړي – ملګري ملتونه


ملګري ملتونه وايي، چې سږکال شاوخوا درې سوه زره افغانان یوازې د جګړو له امله خپلو مینو پریښودلو ته اړ شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، چې سږکال شاوخوا درې سوه زره افغانان یوازې د جګړو له امله خپلو مینو پریښودلو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" د کورنیو بې ځایه شوو افغانانو د وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې دوه سوه دوه اتیا رزه او ۸۰۰ افغانان یوازې د جګړو له امله له خپلو مینو نورو سیمو ته ګډه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د پنجشنبې په ورځ ( تلې ۱۱ مه) په یو راپور کې ویلي، چې د دغو بې ځایه شوو ډیر شمیر یې لا هم له خپلو مینو وړاندې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د ژوند سختې ورځې او شپې تیروي.

دا راپور وايي " د دې لپاره، چې جګړه او لوږه خپلو سیمو ته د هغوی د ستنیدلو مخه نیسي".

" اوچا" وايي، د دغو دوه سوو او ۴۵ زرو کورنیو بې ځایه شوو له ډلې ۶۳ زره یې په تیر میلادي کال کې د سختې وچکالۍ له امله د افغانستان لودیځ ته تللي دي.

" د دې سربیره په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې نږدې درې سوه اوه شپیته زره او ۶۰۰ تنه له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته ورستانه شوي".

" اوچا" وايي، له ترکیې څخه د افغانانو د شړلو بهیر هم چټک شوی او په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې له دغه هیواد څخه دیارلس زره او ۹۰۰ تنه افغانستان ته شړل شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، د دغه شمیر ترڅنګ په کم شمیر افغانان له اروپايي هیوادونو هم افغانستان ته ستانه شوي دي.

" اوچا" وايي " د ۲۰۱۹ میلادي ترپایه به بشري مرستو ته د اړو او په حرکت کې د افغانانو شمیر یو میلیون وګړو ته ورسیږي".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په روان میلادي کال کې مرستو ته د اړو افغانانو د لاس نیوي لپاره د مرسته کوونکو هیوادونو او موسسو څخه د ۶۱۲ میلیونو امریکايي ډالرو د مرستې غوښتنه کړې وه، چې تراوسه نړیوالې ټولنې ددغو پیسو ۴۶ فیصده ورته برابرې کړي دي.

اففانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر د جګړو له امله د بې ځایه شوو افغانانو د وضعیت په هکله دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې د تیر ۲۰۱۸ میلادي کال پرتله د روان کال په تیرو نهو میاشتو کې له ګاونډیو هیوادونو څخه وطن ته د ستنیدونکو افغانانو د ستنیدلو بهیر یو څه ورو شوی دی.

XS
SM
MD
LG