د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: مرستې رسولو چارو کې لاس وهنو اړو کسانو ته د مرستو برابرولو بهیراغیزمن کړی


بشري مرستې
بشري مرستې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په افغانستان کې د بشري مرستو په بهیر کې د ۱۳۷ نوو لاس وهنو د ثبت خبر ورکړی او ویلي دي چې د دغو کړنو له امله مرستو ته اړو افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر اغیزمن شوی دی.

اوچا د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۵(سلواغې ۲۶) په یو راپور کې ویلي چې د بشري مرستو د رسولو د بهیر په فزیکي چاپیریال کې اکثره دا کړنې له جګړو څخه اغیزمن شویو کسانو ته د مرستو او خدمتونو د چمتو کولو د محدودیت یا ممانعت سبب شوي دي.

اوچا ویلي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر او د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې ترمنځ د بشري مرستو په رسولو کې دا ډول لاس وهنو کې ۳۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې اوچا ویلي: " په مجموعي ډول د جنورۍ په میاشت کې ۷۵ پروژې د محدودیتونو له امله ځنډول شوي دي" چې ددې له ډلې ۶۰ فیصده پروژې د روانې فبرورۍ تر میاشتې همداسې ځنډیدلې پاتې شوي دي".

اوچا ویلي چې د جنورۍ په میاشت کې یې د پروګرامونو د پلانولو په برخه کې ۳۹، د کارکوونکو د اسنادو د غوښتنې او حساسو اسنادو په برخه کې ۲۳، د تفاهم لیکونو د لاسلیک د ځنډ په برخه کې ۲۲، د مرستو کوونکو د غوره کیدو په برخه کې لس، د مرستو رسونې په بهیر کې د ښځو د ګډون په برخه کې اته، د کارکوونکو د ګمارنې په برخه کې پنځه، د ارزونې په بهیر کې د لاس وهنې درې او د تدارکاتو په برخه کې د لاس وهنې یوه پیښه په دغه موده کې ثبت کړې ده.

په دې راپور کې ویل شوي چې د مرستې رسونې په بهیر کې د ښځو د ګډون او ارزونې په برخو کې د محدودیت، د مرستو د ویشلو پر مهال د حضور، روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي، د کارکوونکو د محرم د حضور، نارینه ډاکټرانو ته د ښځینه ناروغانو د تللو او د حجاب د اغوښتلو اړوند د ۲۲ نورو لاس وهنو پیښې یې هم ثبت کړي دي.

اوچا ویلي: " د جنورۍ میاشت کې د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي، د بشردوستانه شتمنیو او امکاناتو اړوند پیښو کې ۴۶ فیصده زیاتوالی ښودل شوی دی چې د ۱۳ کارکوونکو د نیولو او توقیف لامل شو دی".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې ویلي چې د مرستې رسونې دا نیول شوي کارکوونکي د یوې ورځې څخه تر ۱۸ ورځو پورې په بند کې د پاتې کیدو وروسته بیرته خوشې شوي دي.

اوچا په دغه راپور کې دا نه دي ویلي چې دا کړنې د طالبانو له خوا او که د بل چا له خوا ترسره شوي دي، خو دغې ادارې ددې وړاندې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو له خوا د مرستې رسونې په بهیر کې د لاس وهنو په اړه راپورونه خپاره کړي وو.

د بشري مرستې رسونې په بهیر کې د واکمنو طالبانو د لاس وهنو په اړه دمخه هم د نړیوالې ټولنې له خوا اندیښنې ښودل شوې وې.

په دې تړاو د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال تازه د جنوري ۱۱ (مرغومې۲۱) په یوې استماعیه غونډې کې ویلي چې طالبانو د مرسته کېدونکو پېسو د ترلاسه کولو لپاره جعلي موسسې جوړې کړې او خپل خلک د ملګرو ملتونو په ادارو کې ځای په ځای کوي.

خو هغو امریکايي مقاماتو چې له افغانستان سره د مرسته کېدونکو پېسو څارنه کوي، دغې استماعیه غونډې ته ویلي وو چې دا مرستې په کلکه څارل کېږي چې د طالبانو لاسونو ته ورنشي. د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت هم امریکا غږ ته ویلي وو چې نړیوالې ټولنې دا نقدي مرستې افغانستان ته انتقالوي او هغوی یې په لګولو کې هېڅ ونډه نه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG