د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: ۲۰۱۷ کې د جګړو له امله ۳۶۰۰۰۰ افغانان بې‌ځایه شوي


د ملګروملتونو د راپور له مخې ننګرهار کې د بې ځایه شوو افغانانو شمیر نږدې یو میلیون ته رسیدلی دی.
د ملګروملتونو د راپور له مخې ننګرهار کې د بې ځایه شوو افغانانو شمیر نږدې یو میلیون ته رسیدلی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر "اوچا' وايي، روان ۲۰۱۷ عیسوي کال د افغانانو لپاره یو سخت کال وو، چې په دغه کال کې په وسله والو نښتو کې ۸۰۱۹ تنو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.

"اوچا" په یوتازه رپوټ کې ویلي چې د ملکي تلفاتو د دغه شمیر له دریو څخه دوه برخې یې ښځې او ماشومان وو.

" اوچا" د رپوټ له مخې د ښکیلو خواوو ترمنځ د جګړو پراخیدو له امله د جګړې په دواړو خواو کې زیات شمیر کسان ټپیان کړي دي، چې د دغې ادارې د راپور له مخې ورسره په افغانستان کې د ټروما په پیښو کې ۲۱ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر "اوچا" وایي، په ۲۰۱۷ کال کې ۳۶۰۰۰۰ افغانان چې د ټولو بې ځایه شوو ۹۳ فیصده دي د روانو جګړو له امله خپلو مینو پریښودلو ته اړ شوي دي.

"اوچا" ویلي چې دا شمیر د ۲۰۱۲ کال په پرتله د جګړو له امله د بې ځایه شوو په شمیر کې ۱۷ فیصده زیاتوالی ښيي.

اوچا وايي چې په ځینو سمیو کې د اسلامي دولت یا داعش د جګړو د اندیښنو له امله خلکو د جګړو د پیل وړاندې پخپله سیمې پریښي د ي.

د دغه راپور له مخې جلال اباد ښار شاوخواته د دغسې بې ځایه شوو شمیر مخ په زیاتیدو دی.

"نن د یو میلیون څخه کم بې ځایه شوي افغانان د ننګرهار په ولایت کې په غیرې رسمي پنډغالو کې ژوند کوي، چې ۶۴ فیصده یې د اتلس کالو ښکته عمر لري".

"اوچا" راپور وایي "په دغو غیرې رسمي پنډغالو کې د شرایطو سمولو ته په عاجله توګه اړتیا لیدل کیږي، شاوخوا ۸۱ فیصده بې ځایه شوي د خوړو له پلوه مصئون نه دی او ۲۶ فیصده یې د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري. ۲۴ فیصده د دغو بې ځایه شوو په ډیرو تنګو او په زیات شمیر د کورنیو غړي په یوځای کې سره ژوند کوي".

د "اوچا" د راپور له مخې د ټولو بې ځایه شوو ۵۴ فیصده یې د پنځه ولایتونو د مرکزونو شاوخواته دیره دي.

"اوچا" وايي په ۲۰۱۷ کال له پاکستان څخه د ستنیدونکو افغانانو د ستنیدلو په بهیر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

سږکال ټول ۱۵۱۰۰۰د قانوني اسنادو لرونکي افغانان له پاکستان څخه خپل وطن ته راکډه شوي دي.

تیرکال ۵۲۵۰۰۰ تنه افغان کډوال له پاکستان څخه وطن ته راستانه شوي وو.

د دې راپور له مخې ۳۹۴۰۰۰ افغانان چې په ایران کې یې د اوسیدلو قانوني اسناد نه لرل هم سږکال خپل وطن ته راستانه شوي دي.

"اوچا" وايي، په افغانستان کې ۳، ۳ میلیونه خلک په عاجله توګه خوړو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG