د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" په افغانستان کې د بشري مرستو په بهیر کې د طالبانو د حاکمو چارواکو له خوا د امربالمعروف د قانون د نافذیدو وروسته د لاس وهنو د زیاتیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې ددغو لاس وهنو له امله یوازې د سپټمبر په تیره میاشت کې په دغه هیواد کې د مرستې رسونې ۸۳ پروژې په موقتي ډول ځنډول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (لړم اول) د سپټمبر په تیرې میاشت کې په افغانستان کې د بشري مرستو د بهیر پر وړاندې د ننګونو او خنډونو په اړه په یو راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې په افغانستان کې د مرستې رسونې ادارو د مرستې رسونې په بهیر کې د ۱۷۳ لاس وهنو په اړه راپور ورکړی چې ۹۸ فیصده دغه لاس وهنې د طالبانو د حاکمو چارواکو له خوا ترسره شوي دي.
اوچا ویلي چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱ (زمري ۳۱ ) د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د توشیح وروسته د مرستې رسونې په چارو کې یې د امربامعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبینو له خوا ۴۷ دغسې لاس وهنې ثبت کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي: "د سپټمبر په میاشت کې بشرپاله همکارانو د ۱۷۳ پیښو راپور ورکړی دی چې په پایله کې یې په موقتي توګه ۸۳ پروژې تړل شوي؛ دوه تاسیسات په موقتي ډول تړل شوي او یوه پروژه بل ځای ته انتقال شوي ده. دا پیښې اکثره (۹۸ فیصده) د حاکمو چارواکو [طالبانو] له خوا ترسره شوي دي".
د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د روان ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۱ د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح شوی او د اګست د ۲۱ ورځې راهیسې په افغانستان کې نافذ شوی په ټولنیز ژوند کې پر افغان میرمنو او نجونو باندې په کې نور محدودیتونه هم په پام کې نیول شوي دي.
دا قانون چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبینو له خوا پلی کیږي په کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو څخه نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.
ددې قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړغږ باندې خبرې کول عورت بلل شوي او منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د سپټمبر په تیرې میاشت کې بشري مرستو ته د لاس رسي د اغزمندیدو اکثره دغه پیښې په جنوبي، ختیځو او لودیځو ولایتونو کې رامنځ ته شوي دي.
اوچا ویلي: "د سپټمبر په میاشت کې دا شوې پیښې د تیرې میاشتې [اګست] پرتله ۳۱ فیصده زیاتوالی ښيي او د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله ۶۶ فیصده زیاتوالی ښيي. د لاس وهنو په کتګورۍ کې ترټولو عامې لاس وهنې د بشري مرستو د کارکوونکو، شتمنیو اوتاسیساتو پر وړاندې تاوتریخوالی اودننه په هیواد کې د ادارو، کارکوونکو او مالونو پرنقل او حرکت باندې بندیزونه شامل دي".
ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې په دې راپور کې ویلي چې د سپټمبر په تیره میاشت کې د راپور ورکړل شویو پیښو ۸۸ فیصده یې د مرستې رسونې په فعالیتونو کې مرستو ته د لاس رسي په برخه کې پیښې شوې وې، چې د حاکمو چارواکو[طالبانو] د لاس وهنې د مخنیوي په پایله کې رامنځ ته شوي دي.
اوچا ویلي چې ددې ۷۳ پیښو کې د پروګرام د پلي کیدو اغزمن کیدل، ۳۵ فیصده پیښې د کارکوونکو د ګمارلو په چارو کې د لاس وهنې، ۱۹ پیښې د کارکوونکو د حساسو معلوماتو د غوښتنې، پنځه پیښې د توکو د اخیستلو د کړنلارو د اغیزمنیدو، پنځه پیښې د مرستې رسونې په چارو کې د ښځینه کارکوونکوپه ګډون باندې د محدودیتونو د لګولو، درې پیښې د جامو د لارښورد، دوه پیښې د مرستو څخه د ګټې اخیستنې د غوره کولو په تړاو د هڅو، دوه پیښې د غیرقانوني مالیې د اخیستلو، دوه پیښې د مرستو د ضبطولو، یوه پیښه د مرستو د بهیر په تړاو د تفاهم لیک د لاسلیک د ځنډیدو، یوه بله پیښه د تاسیساتو د قبضه کولواو یوه پیښه د مرستو څخه د ښځینه ګټه اخیستوونکو د خدمتونو د وړاندې کولو د مخنیوي په برخه کې پیښې په کې شاملې دي.
دغې ادارې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې د کارکوونکو د ګمارنې په برخه کې د لاس وهنې تر ټولو زیاتې پیښې ثبت شوي، چې شمیر یې ۳۵ پیښو ته رسیږي او په ۱۳ ولایتونو کې ثبت شوي، چې له امله یې په موقتي ډول ۲۴ پروژې تړل شوې وې.
اوچا ویلي د سپټمبر په میاشت کې حاکمو چارواکو په مجموعي ډول ۱۳ لارښوده خپاره کړي چې په افغانستان کې یې په پام وړ ډول بشري مرستو ته په غبرګون باندې اغیزه کړې ده. ددغو لارښودونو د اکثرو هدف یې د شتو کړنلارو بیا عملي کیدل و. د لارښودونو د خپرولو په چارواکوکې د اقتصاد ریاستونو شپږ لارښودونه، د عامې روغتیا د ریاستونو پنځه لارښودونه، د ولایتي والیانو له خوا یو لارښود اود ولایتي پولیسو د قومندانۍ له خوا یو لارښود خپور شوی دی.
اوچا ویلي: " د روان۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱ د امربالمعروف د قانون د خپریدو وروسته د بشري مرستو د رسولو په بهیر کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا ۴۷ لاس وهنې ثبت شوي دي. ددغو پیښو تر ټولو لوړ شمیر یې په جنوبي ولایتونو کې چې شمیر یې ۱۳ ته رسیږي ثبت شوي دي، چې ورپسې نهه نورې پیښې په شمالي ولایتونو کې او نهه نورې په جنوب ختیځو ولایتونو کې ثبت شوي دي".
واچا ویلي چې په دې لاس وهنو کې د دفترونواو تاسیساتو څخه د لیدنې او څارنې، د امربالعروف قانون څخه اطاعت، د کارکوونکو نیول، ټولنیز او د چلند لارښود، د ښځینه او نارینه کارکوونکو د کار د محل جلاوالی، د تلاشۍ په پستو کې د ښځینه او نارینه کارکوونکو درول او محرم لرل، د حساسو معلوماتو غوښتنه، د جامو د لارښود لازمي کیدل او ښځینه کارکوونکو ته ګواښونه شامل دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې بشري چارو لپاره غبرګون د سپټمبر په میاشت کې هم د بشری مرستو د کارکوونکو، شتمنیو، او تاسیساتو پر وړاندې د زورزیاتي څخه اغیزمن شوی وو، چې په پایله کې یې د مرستې رسونې نهه کارکوونکي نیول شوي او په زور سره درې تاسیسات بند شوي دي.
اوچا ویلي چې ددغو لاس وهنو په پایله کې په پرله پسې ډول د بشري چارو کاري چاپیریال مغشوش شوی او د کارکوونکو خوندیتوب او امنیت یې د خطر سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د ادارې ددغه راپور دمخه د خوړو نړیوال پروګرام ( WFP) هم تیره اونۍ د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي وو چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا د امربالمعروف د قانون د توشیح وروسته چې په افغانستان کې پر ښځو او سړو باندې سخت محدودیونه لګوي، د مرستې رسونې د نړیوالو او داخلي غیرحکومتي ادارو د فعالیتونو څارنه او ارزونه سخته شوې ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د ریلیف په انټرنیټي پاڼه کې په یو وروستي خپور شوي راپور کې ویلي چې که څه هم تراوسه د څارنې او ارزونې ددغه بهیر څخه د دغه پروګرام فعالیتونه په پام وړ ډول نه دي زیانمن شوي، خو دې پروګرام د وضعیت څخه څارنې ته دوام ورکړی او د خپلو کارکوونکو، همکارو شریکانو او هغوی چې ورته ګټه رسیږي د هغوی د خوندیوب لپاره به حاکمو چارواکو [طالبانو] سره په فعاله توګه بوختیا ته دوام ورکړي.
طالبانو تراوسه د اوچا دغه راپور ته لا غبرګون نه دی ښودلې.
فورم \ دبحث خونه