د نړۍ تر ټولو زوړ شخصي ساتل شوی کتاب د سه شنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولي ۲۲) په لندن کې په څه باندې درې میلیون پونډو وپلورل شو.
دا کتاب د انجیل د پخوانیو دوو نسخو مجموعه ده چې په ۱۹۵۰ لسیزه کې په مصر کې بزګرانو موندلی و.
ګمان کیږي چې دا کتاب په څلورمه میلادي پیړۍ کې، شاوخوا ۱۶۰۰ کاله وړاندې، په اوسني مصر کې د یو راهب له لورې لیکلی شوی دی.
دا کتاب د "پاپیروس" د پاڼو پر دواړو مخونو په قبطیه رسم الخط لیکل شوی دی.
د لندن په کریسټيز د داوطلبۍ په بازار کې ددې کتاب ابتدايي قیمت ۱.۷ میلیون پاونډه ایښودل شوی و خو په ۳۰۶۵۰۰۰ پونډه (۳۸۹۸۰۰۰ ډالر) وپلورل شو.
د کتاب د پیرونکي هویت ندی ښودل شوی.
له دې وړاندې په عبراني ژبه لیکل شوې د انجیل یوه بله د زرو کلونو په شاوخوا کې زړه نسخه تېر کال په نیویارک کې په ۳۸ میلیون ډالرو وپلورل شوه.
تر ټولو قیمته پلورل شوی تاریخي سند د امریکا د اساسي قانون یوه پخوانۍ نسخه ده چې د ۲۰۲۱ په نومبر کې په ۴۳ میلیون ډالرو وپلورل شوه.
فورم \ دبحث خونه