د لاس رسي وړ اتصالات

ناپېژاندو وسله والو پکتیکا کې یو ښوونځي ته اور اچولی


د پکتيکا چارواکي وايي، په دغه ولايت کې ناپېژاندو وسله والو د نسوان زرابي په نوم د نجونو او هلکانو يوه ګډ ښوونځي ته اور اچولی او په بشپړ ډول سوځېدلی دی.

د پکتيکا د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد نسيم واجد امريکاغږ ته وويل، چې دغه ښوونځي ته د ارګون ولسوالۍ د مانده په سيمه کې پر دوو موټر سايکل راغلو څلورو وسله والو تېره شپه شاوخوا دوه بجې اور اچولی دی.

نوموړي زياته کړه چې په دغه پېښه کې د ښوونځي ټول لوازم لکه مېزونه، چوکۍ، کتابونه، قران شريفونه، قرطايسه، حاضرۍ، دروازې او کړکۍ په بشپړ ډول سوځېدلي دي.

په ورته وخت کې د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين وايي چې دغو وسله والو لومړی د ښوونځي ملزم تړلی او بيا يې ښوونځي ته اور اچولی.

هغه زياتوي چې د لا نورو تحقيقاتو لپاره يې ملزم له ځان سره ساتلی دی.

تر اوسه د دې پېښې مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

د نسوان زرابي په نوم دغه ښوونځي کې ۹۰۰ زده کوونکو زده کړې کولې چې ۴۰۰ يې نجونې وې.

XS
SM
MD
LG