د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو کندهار ښار کې یوه ښځینه پولیسه وژلې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

وسله والو په کندهار ښار کې نن ماپښين یوه ښځیه پوليسه په غلچکي برید کې وژلې ده.

پېښه څه باندې درې بجې د ښار په مرکزي برخه شپږمه حوزه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي د سې شنبې په ورځ فبرورۍ څلورمه (سلواغې ١٥) امریکا غږ ته وویل چې وژل شوي پوليسې په نهمه امنیتي حوزه کې دنده لرله او کور ته د ستنېدو پر مهال پرې برید شوی دی.

ښاغلي بارکزي زیاته کړه چې امنيتي کسانو د پېښې په سیمه کې د برید کوونکو د نیول کیدو په موخه چاڼیز عملیات پيل کړي دي.

ښاغلي بارکزي وويل: "پېښه په ریګي کلاچه کې چې د شپږمې حوزې اړوند ساحه ده رامنځته شوې. وژل شوي ښځینه پوليسې د کندهار ښار په ۹ حوزه کې دنده لرله او یوه له فعاله ښځینه پوليسو څخه وه چې د جنايي جرمونو په مخنیوي او په ځانګړي ډول د پلټنو پرمهال يې د پوليسو په لیکو کې مهمې دندې مخ ته وړلې."

غلچکي بریدونه د کندهار ښار د امنیت په برخه کې تر ټولو لویه ستونزه ده چې په یوه میاشت کې تر پنځلس زیات کسان د ښار په بیلابیلو برخو پکښي وژل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې د افغان هوايي ځواک یو پيلوټ، امنیتي منسوبین او ملکي کسان شامل دي.

په ځانګړي ډول د ښځینه پوليسو په برخه کې درې میاشتي وړاندي هم د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اړوند دوې ښځینه پوليسې په یوه غلچکي برید کې وژل شوي وې.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزی وايي چې امنیتي ادارو د غلچکیو بریدونو د مخ نیوي لپاره پر ځانګړو تدابیرو باندي کار پيل کړي دی.

د کندهار په ننني غلچکي برید کې د وژل شوي ښځینه پوليسې د وژل کیدو د پېښې مسئولیت چا تر اوسه په غاړه نه دی اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG