د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې بلخ ولایت کې د پیازو ۳۰۰ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یاد وزارت چارواکي وايي چې دغه زېرمتونونه د بلخ په ۱۱ ولسوالیو کې د څه باندې ۱۴۷میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوي دي چې پانګه یې د حکومت د پراختیايي بودیجې له خوا تمویل شوی ده.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبه ډسمبر ۲۳ (مرغومي دریمه) امریکا غږ ته وویل: "دغه زېرمتونونه د حاصلاتو د ورانېدو مخنیوی کوي او بزګرانو سره مرسته کوي چې حاصلات یې په ښه بیه خرڅ شي."
د کرنې وزارت ویاند وايي چې دغه زېرمتونونه تر ۱۵ مټریک ټنو پیازو پورې د پینځو میاشتو لپاره زېرمه کولی شي.
افغانستان کرنیز هېواد دی چې حاصلات يې په ځینو کلونو کې د ښه بازار نشتون یا بهر ته د نه صادرېدو له امله په ټیټه بیه پلورل کیږي.
که څه هم د دغه وضعیت د ښه کېدو لپاره د سړو خونو جوړل یوه لویه حل لاره بلل شوې، خو ښايي د برېښنا او نورو امکاناتو نشتون دغه چاره په افغانستان کې ټکنۍ کړې وي.
له بلې خوا د زېرمتونو جوړول بیا دغه ستونزه تر یوه حده لیرې کړې. د کرنې وزارت ویاند وايي چې زېرمتونونه د برېښنا انرژۍ ته اړتیا نه لري او په جوړولو یې لږ لګښت راځي.
د کرنې وزارت وايي معلومه نه ده چې افغانستان کې څومره سړې خونې فعاله دي خو ټینګار کوي چې شمېر یې د زیرمتونونو په پرتله ډېر محدود دی.
د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ په روان هجري لمریز کال کې ټول افغانستان کې د پیازو او کچالو ۷۵۰۰ زیرمتونونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.