د لاس رسي وړ اتصالات

کوم خوراکونه باید په یخچال کې ونه ساتل شي؟


د فوډ نټورک د یو راپور په اساس په یخچال کې د ځینو خوراکي توکو ساتل روغتیا ته تاوان رسوي.

سره له دې چې د یخچال یخه هوا د ګڼو خوراکي توکو د ساتلو لپاره ګټوره بلل کیږي خو پر ځینو خوراکي توکوناوړه اغیز کوي اوخوند یې بدلوي.

ددغه راپور په اساس کچالو که چیرته په یخچال کې وساتل شي نو نشایسته یې په شکر بدلیږي چې روغتیا لپاره ګټوره نه بلل کیږي.

قهوه هم په یخچال کې د نمۍ (رطوبت) له کبله خپل کیفیت له لاسه ورکوي.

همداراز د هندواڼې او خټکي په شان میوې تر هغه چې پرې شوې نه وي باید په یخچال کې ونه ساتل شي او دا ځکه چې دغه میوې د یخچال نه بهر ډیر "انټي اوکسیډنټ" تولیدوي.

اوږه او پیاز تر څو چې پوټکی ترې ایسته شوی نه وي، د یخچال نه بهر ښه پاتې کیږي خو که چیرته پوټکي ترې ایسته شي نو باید په یخچال کې په داسې لوښي کې کیښودل شي چې سر یې پټ وي. همداراز راپور کې راغلي چې سپینې شوې اوږې څخه باید د لسو ورځو په منځ کې ګټه واخیستل شي.

د یخچال سړه هوا په وچه ډوډۍ هم بد اغیز کوي او هغه وچوي خو که چیرته له پوپنک څخه ویره لرئ نو بیا یې باید په فریزر کې کیږدئ او یواځې د خوړلو پر مهال یې ګرمه کړئ.

شات په یخچال کې یخ وهي او په کریستلي حالت بدلیږي نو ځکه باید له یخچاله بهر وساتل شي.

مڼه تر دوه اونیو پورې د کوټې په هوا کې نه خرابیږي خو که چیرته په دوه اونیو کې ونه خوړل شي نو کولی شئ چې یخچال کې یې کیږدئ.

د پستې، بادام او چهارمغز په شان وچې میوې په یخچال کې خپل خوند له لاسه ورکوي.

د یخچال یخه هوا د رومي، شفتالو، زردآلو او آلو په خوند هم بد اغیز کوي.

XS
SM
MD
LG