د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: اچین کې د داعش سلګونه جنګیالي وژل شوي


ننګرهارله اچین څخه افغان ځواکونه به داسط وخت کې راوتلي،چې ددغه ولایت په چپرهارکې د داعش او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده
ننګرهارله اچین څخه افغان ځواکونه به داسط وخت کې راوتلي،چې ددغه ولایت په چپرهارکې د داعش او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده

په ننګرهار ولایت کې امنیتي چارواکي وايي چې په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې خلاف درې میاشتني عملیات د چهارشنبې په شپه پای ته ورسیدل.

دننګرهار امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د پنجشنبې په سهار خبریالانو ته وویل چې په اچین کې یې پیل کړي ګډ عملیات بریالي و او له ډېرو سیمو یې ددولت مخالف وسله وال شړلي دي.

هغه وايي په عملیاتو کې یې تر شپږ سوه وسله وال وژلي دي.

نوموړی وايي دپلان له مخې یې دغه عملیات مخکې وړي اته نوې امنیتي پوستې یې هم ددې ولسوالۍ په خطرناکو سیمو کې جوړې کړي دي.

امنیه قوماندان په اچین کې روانه جګړه دسیمې داستخباراتو یوه پروژه ګڼلی او وايي ددې جګړې ګټل اوږده مهال ته اړتیا لري.

خو ددې ولسوالۍ ځايي چارواکي په اچین کې شوي عملیات ناکام ګڼي او وايي، ددغو عملیاتو پای ته رسول به دولسي خلکو دوژنې لپاره لاره هواره کړي.

داچین ولسوال غالب مجاهد امریکا غږ ته وویل،چې ګډو ځواکونه دا مهال له اچین ولسوالۍ څخه وتلي دي.

نوموړی وايي دولسوالۍ پولیس او نور مسولین داچین ولسوالۍ لرو پرتو سیمو ته خوراکي توکي نه پرېږدي او ولسي خلک دلوږې له کلک ګواښ سره مخامخ دي.

حاجي غالب وویل "اوړه نه پرېږدي، غوړي نه پرېږدي، بوره نه پرېږدي،بس هر څه یې بند کړي دي. دا خو زما ولس دی بس دغسې ظلم ورسره شروع شوی دی ".

ولسوال غالب وایي افغان امنیتي ځواکونو هڅه کوله ،چې دمامند تنګی، پېښه او نورې سیمې ونیسي خو افغان ځواکونه تر اوسه ددغو ساحو په نیولو بریالي نه شول.

په ورته وخت کې ولسي خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او وايي حکومت په سیمه کې یواځې پرېښودل .

دعبد القیوم په نوم د پېښې دسیمې اوسېدونکی چې اوس په روادتو ولسوالۍ کې اوسېږي وايي"ره زمونږ ټول خپلوان ډوډۍ نه لري، داعش مو وژني او حکومت رباندې خواکه بنده کړې ده ، دخدای لپاره مونږ څه وکړو ، دا په کوم عذاب کې اخته شوي یو".

نوموړی وايي حکومتي ځواکونو سیمې پرېښودې، خو له دې وروسته به یو ځل بیا دوژنو لړۍ پیلېږي،ځکه داعش ته بیا لاره هواره شوه .

له اچین ولسوالۍ څخه په داسې وخت کې ګډ امنیتي ځواکونه راوتلي،چې د چپرهار ولسوالۍ کې داعش او طالبان په سخته جګړه اخته دي.

ځايي اوسېدونکي وايي،چې داعش ډلې دچپرهار ګڼې سیمې نیولي او طالبان یې ترې شړلي دي.

دوی وايي،چې نژدې ده چې ددغو ډلو ترمنځ دا جګړه ننګرهار ولایت یوې بلې ولسوالۍ دپچیر اګام ولسوالۍ ته هم وغځېږي.

ولسي خلکو اندېښنه ښودلې چې ددغو جګړو ډېر زیان ولسي وګړو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG