د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو په کابل کې د مخدراتو د کاروباریانو پر ضد عملیات پیل کړل


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معینیت په کابل کې د نشه‌یي توکو د پرچون‌ پلورونکو د نیولو عملیات پیل کړي.

د دغه معینیت ویاند اسد‌الله یادګاري امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ځانګړي پولیس به له دې وروسته هره ورځ په کابل کې د مخدره موادو د پرچون پلورونکو او قاچاقبرانو د نیولو عملیات ترسره کوي.

ښاغلي یادګاري وویل "په پرچون ډول د مخدره موادو پلورل یوه ډیره جدي ستونزه ده، موږ خپلې وروستۍ هڅې کوو، چې وشو کولای د مخدره موادو دغه پرچون پلورونکي ونیسو او د قانون منګولو ته یې وسپارو".

ښاغلي یادګاري زیاته کړه، چې د دغو عملیاتو په لړ کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معینیت او د پولیسو د خاصو قطعاتو ریاست (NIU) د ګډې همکارۍ په ترڅ کې، نن سهار د کابل په لومړۍ حوزه کې د مخدراتو یو پرچون پلورنکی له بیلابیل ډوله مخدره موادو سره لاس په لاس نیول شوی دی.

د هغه پر وینا نیول شوی کس عبدالله نومیږي، چې د هرات ولایت اوسیدونکی دی او له اوږدې مودې راهیسې یې په کابل کې په خورا مهارت مخدره مواد پر معتادینو پلورل.

هغه وویل "د دغو عملیاتو په نتیجه کې اته سوه ګرامه هیروئین، یو نیم کیلو ګرامه شیشه، اتیا دانې تابلیت – ک او شاوخوا لس کیلو ګرامه کیمیاوي مواد د نیول شوي کس له کور څخه ترلاسه شوي دي".

ښاغلي یادګاري په کابل کې د تابلیت – ک په نوم د نشه‌يي ګولیو د پیر او پلور پر زیاتوالي اندیښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې دغه ګولۍ له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته واردیږي او زیات شمیر ځوانان ورباندې روږدي شوي دي.

هغه ټینګار وکړ چې پولیسو افغانستان ته د دغو ګولیو د واردولو د مخنیوي په برخه کې هم جدي هڅې پیل کړې دي.

له دې وړاندې د کابل امنیه قوماندانۍ په دغه ښار کې د مخدراتو د مخنیوي لپاره د ځانګړي پلان د جوړولو خبر ورکړی وو او ویلي وو، چې د مخدره موادو استعمال او کاروبار په کابل ښار کې جنايي جرمونو ته زمینه برابره کړې ده.

په کابل ښار کې د مخدره موادو څه د پاسه سل زره معتادین شته، چې د دغه ښار په مختلفو سیمو کې دیره دي.

په نشه‌يي توکو دا روږدي پر پولیسو تور لګوي، چې د مخدره موادو له کاروباریانو سره لاس لري او له همدې امله دوی د ښار په هره برخه کې په ډیره آسانۍ مخدره مواد ترلاسه کولی شي.

XS
SM
MD
LG