د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار چارواکي: د کوکنارو کښت سږکال له نمايي ډېر راکم شوی دی


ننګرهار چارواکي: د کوکنار کښت سږنی کال له نمايي ډېر راکم شوی دی.
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د ننګرهار په غني خېلو کې دغه کروندګر وايي تېرو کلونو کې به یې په جریبونو ځمکو کې کوکنار کرل، خو د سم فصل نه کېدو، حکومت زور او اپینو نرخ رالوېدو اړ کړل چې اوس د خبلې ټولې ځمکې یوازې په یو پټي کې کوکنار وکري.

دوی وايي سږنی کال خو څوک بیخي د اپینو تپوس نه کوي او که یې سوداګر راشي نو داسې نرخ وايي چې لګښت نه پوره کوي.

کروندګر وايي تېرو کلونو کې به ډېرو خلکو د کوکنارو د کرلو پسې په برخه او اجاره ځمکې نیولې، د فصل د خشاوې او حاصل ټولو لپاره به یې ډېر شمېر مزوران نیول، خو اوس د خپلو کورنیو د غړو په وسیله د کوکنارو د فصل پالنه کوي.

ننګرهار کې د نشه يي توکو سره د مبارزې اداره وايي د عامه پوهاوي، پروژو پلي کېدو، له کروندګرو د تعهد اخیستو او قاچاقبرو نیولو خلک اړ کړي چې د کوکنار کښت د تېر په پرتله له نمايي ډېر راکم کړي.

تېر کال په ننګرهار کې په ۱۷ زره هکټاره ځمکه د کوکنارو کر شوی و، چارواکي وايي سږنی کال له نمايي ډېر راکم شوی دی.

XS
SM
MD
LG