د لاس رسي وړ اتصالات

د اسکار په سږنیو جایزو کې د افریقایي الاصله امریکایانو ونډه


ماهرشاعلي د "مونلایټ"، ایما سټون د "لالالېنډ"، ویولا ډېویس د "فینسز"، او کیسي افلیک د "مانچسټر بای دي سي" فلمونو غوره لوبغاړي
ماهرشاعلي د "مونلایټ"، ایما سټون د "لالالېنډ"، ویولا ډېویس د "فینسز"، او کیسي افلیک د "مانچسټر بای دي سي" فلمونو غوره لوبغاړي

د آسکرز جایزو په مراسمو کې په تیروتنې د کال د تر ټولو ښه فلم په توګه د "لالالېنډ" فلم اعلان شو، خو اصلي جایزه د "مون لایټ" فلم وگټله.

د لالاند رومانتیک فلم، د تولید، امتیازونو او ښو سندرو له اړخه جایزه خپله کړه. ایما سټون د غوره لوبغاړې، کیسي آفلیک د غوره لوبغاړي او ډامین چازیل د غوره ډایرکټر جایزې وګټلې.

د هېچا باور نه کېده چې د لالاند فلم نوم دې د ګټونکي په توګه اعلان شي خو شېبه تېره نه وه چې څرګنده شوه د "لالالېنډ" نوم په ناپامۍ لوستل شوی او اصلي ګټونکی د "مون لایټ" فلم و.

په هاليووډ کې د افریقایانو ونډه

"ویولا ډیویس" ډېرې جایزې ګټلي دي خو د آسکر د جایزې گټل دا څرگندوي چې په هاليووډ کې د اقلیتي هرمندانو مینه وال ډېر شوي دي.

ددې یو بل مثال د ماهرشالا علي له خوا د جایزې ګټل دي چې د مونلایټ په فلم کې یې د وان رول لوبولی دی.

د جارج مسن پوهنتون د فلمي پوهنځي رئیسه جیووانا چسلر وایي د افریقایي الاصله هنرمندانو دې ځای ته رارسیدل یوه اوږده پروسه وه.

هغه زیاتوي "د ډېرو فلمونو جوړیدل اهمیت نلري، بلکه مهمه داده چې د تورپوستانو په اړه ښه فلمونه جوړیږي او هغوی د خلکو خوښیږي.

د آسکرز د جایزو بل ګټونکې ډنزل واشنګټن دی چې د کلونو راهیسې د هالیووډ د مخکښانو له جملې نه دی.

څوک د هډن فګرز مشهور فلم نه خوښوي؟ دا د هغو دریو افریقايي ښځو په اړه دی چې په نولس سوه شپیتمه لسیزه کې یې د ناسا له فضايي ادارۍ سره فضا او بیا سپوږمۍ ته د لومړیو امریکايانو په لیږلو کې مرسته کړې وه.

XS
SM
MD
LG