یوه غیر دولتي مؤسسه چې مرکز یې د ناروې د اوسلو په ښار کې دی، وایي وروسته تر هغه چې د اخلاقي امنیت پولیسو لخوا د مهسا امنیتي تر مړینې وروسته خلکو پراخې مظاهرې پيل کړي، تر اوسه د ایران امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۵۰ تنه وژلي دي.
د ایران د بشري حقونو ادارې جمعه سپټمبر ۲۳ (تلې۱) ویلي چې شپږ تنه د پنجشنبې په شپه د ګیلان په ولایت کې وروسته تر هغه ووژل شول چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې اور بل کړ.
دې ادارې همدارنګه ویلي چې د ایران د بابول او آمول په ښارونو کې هم څو تنه وژل شوي.
په راپور کې ویل شوي چې د ایران په شاوخوا ۸۰ ښارونو او ښارګوټو کې خلکو مظاهرې کړي.
د بشري حقونو د دې ادارې مشر محمود امیري مقدم د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، " لږ تر لږه پنځوس تنه تر اوسه وژل شوي او خلک لا هم د خپلو اساسي حقونو او حیثیت لپاره مظاهرې کوي."
ښاغلي مقدم ویلي چې نړیواله ټولنه باید د ایران د ولس سره "تر ټولو د مستبد رژیم پر ضد" ودریږي.
خو د ایران حکومت د دې کسانو مړینه نه تائیدوي او یوازې د ۱۷ مظاهره چیانو او پنځو امنیتي کسانو وژل کیدل مني.
په ایران کې ولسي اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې یوه ۲۲ کلنه میرمن مهسا امیني د "ګشت ارشاد" په نامه د ایران د اخلاقي پولیسو له خوا د سم حجاب د نه اغوستلو له امله ونیول شوه او په توقیف کې مړه شوه.
د مهسا امیني له مړینې وروسته د ایران په بېلابېلو ښارونو او ولایتونو کې د جمعې په ورځ د سپټمبر ۲۳مه (تلې لومړۍ نېټه) پراخو مظاهرو دوام درلود چې په کې د مظاهره چیانو او پولیسو تر منځ تاوتریخوالی هم رامنځته شوی.
که څه هم د ایران لسګونو ښارونو ته د لاریونونو د لمنې پراخیدل لاهم روښانه نه دي، خو دا غورځنګ د ۲۰۱۹ راهیسې د ترټولو پراخې ناکرارۍ څرګندونه کوي. د بشري حقونو د ډلو په وینا په هغه وخت کې د مظاهره چیانو په وړاندې د حکومت د ځپنې او تاوتریخوالی په نتیجه کې په سلګونو کسان وژل شوي وو