د لاس رسي وړ اتصالات

د اقصی جومات په ساحه کې فلسطینیان او اسرائیلیان ټپیان شوي 


په تېرو څو ورځو کې د پراخ تاوتریخوالي وروسته نن د یکشنبې په ورځ اپریل ۱۷ (وري ۲۸) هم په څو بیلابیلو پیښو کې د بیت المقدس ښار د اقصی جومات په انګړ او بهر کې ۱۹ فلسطینیان او اوه اسرائیلیان ټپیان شوي دي.

پدې توګه د دریو تیرو ورځو د ټپیانو شمیر څه دپاسه ۱۷۰ تنو ته رسیدلی دی.

د فلسطین د سرې میاشتې کمیټې وویل چې لږ تر لږه پنځه فلسطینیان په رابړي مرمیو سخت ټپیان او په روغتون کې بستر شوي دي. خو د یو روغتون مقاماتو ویلي چې اسرائیلیان د فلسطینانو له لورې د تیږو په وېشتلو کې ټپیان شوي دي.

د اسرائیل پولیسو ویلي چې لږ تر لږه ۱۸ فلسطینیان نیول شوي دي.

د مارچ د میاشتې راهیسې تر اوسه په تازه تاوتریخوالیو کې په اسرائیل او د اردن د سیند په لویدیځه غاړه کې د وژل شویو کسانو شمیر ۳۶ تنو ته رسیدلی دی.

دا پداسې حال کې دي چې د مسلمانانو د روژې میاشت، د فصح اختر (د مصر نه د یهودي مریانو ازادیدل) او همداشان مسیحي پاک اختر سره په یو وخت برابر شوي دي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې اسرائیلي پولیسو ادعا کړې چې د اقصی جومات ساحې ته د اسرائیلي زیارت کوونکو د رارسیدو دمخه په سلګونو فلسطیني اعتراض کوونکو تیږې راټولې کړې وې چې اسرائیلي زیارت کوونکي پرې وولي.

یهودان اجازه لري چې د «قدس شریف» حرم لیدنه وکړي، خو عبادت په کې نشي کولای. مسلمانان او یهودان، دواړه دغه ساحه سپیڅلې ګڼي.

د اسرائیل پولیسو ویلي چې چې امنیتي ځواکونه د اعتراض کوونکو د ایستلو او د اقصی جومات دننه د "نظم د رامنځته کولو" لپاره لاس په کار شوي.

پدې ترڅ کې فلسطیني مقاماتو ویلي چې د اسرائیلي ځواکونو تاوتریخوالی د مسلمانانو په مقدسو اماکنو باندې څرګند برید دی او د نړیوالې ټولنې څخه یې د مداخلې غوښتنه کړې ده.

خو د حماس ډلې چې پر غزه تړانګې حکومت کوي اسرائیل ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې الاقصی "یواځې او یواځې" د فلسطینیانو دی.

ملګرو ملتونو د دواړو اړخونو څخه غوښتي چې ارام شي.

پدې ترڅ کې د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس، په بیت المقدس کې سپیڅلو ځایونو ته د خلکو د ازاد لاسرسي او د سولې غوښتنه کړې ده.

هغه زیاته کړې چې اسراییلیان او فلسطینیان دې ددغو اماکنو څخه د سولې په فضا کې استفاده او یو بل ته دې درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG