د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د ماریوپول د پولادو له کارخانې څخه څه باندې ۳۰۰ کسان وایستل شول


جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي وایي باندې ۳۰۰ اوکراینیان د چهار شنبې په ورځ مې څلورمه (غوایي ۱۴) د اوکراین د ماریوپول ښار د پولادو له کارخانې څخه وایستل شول.

دغه کسان په داسې حال کې ایستل کیږي چې ښاغلي زیلینسکي له ملګرو ملتونو غوښتي دي چې د پولادو په دې کارخانه کې ګیر پاتې شوي ټپیان هم وژغوري.

زیلنسکي ملت ته خپله ماښامنۍ وینا کې وویل، ۳۴۴ کسان له ماریوپول او شاوخوا سیمو څخه ژغورل شول او اوس ژاپورژیژا ښار ته چې د کیف تر کنټرول لاندې دی، لیږدول شوي دي.

خو نوموړي د چهار شنبې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتیریش څخه وغوښتل چې مرسته وکړي څو د پولادو په فابریکه کې بند پاتې شوي ټپیان هم وژغوري.

زیلینسکي ګوتیریش ته په ټلفوني تماس کې وویل:" د هغو کسانو ژوند چې هلته پاتې دي، په خطر کې دی."

سره صلیب په یوې بیانه کې ویلي"له دې چې ډیر ژوندونه په امان کې شول" د ارامتیا احساس کوي. دغه بنسټ په سیمه کې د ملکي وګړو سخت حالت ته په کتو له یادې سیمې څخه د خلکو د ایستلو لپاره د تازه هڅه غوښتنه کړېده.

بلخوا د فرانسې خبري آژانس راپور ورکړی چې د ماریوپول ښار د اژوف سټیل فابریکه کې د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده هغه ځای چې اوکرایني سرتیري د اوونیو راهیسې پکې پټ وو.

مسکو چې پر یادې فابریکې هر ډول برید رد کړی او ویلي یې دي چې ځواکونه به یې په فابریکه کې د ملکي وګړو وتلو په هدف سر له پنجشنبې څخه درې ورځې اوربند وکړي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي هغو ملکي کسانو ته به چې په فابریکه کې پټ شوي اجازه ورکړي څو روسیې او یا د کیف تر کنټرول لاندې سیمو ته ولاړ شي.

له ګوتیریش سره په ټلفوني خبرو کې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي وویل د افرادو تخلیې وښوده چې نړیوال سازمانونه اغیزناک دي.

XS
SM
MD
LG