د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د راتګ لپاره د P1 ، P2 او P3 ویزو په هکله څومره پوهیږئ؟


د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې چې طالبان د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته ورسیدل او په کابل کې د امریکا سفارت وتړل شو، امریکایي پوځیانو څه باندې ۱۰۰ زره افغانان په نظامي الوتکو کې وایستل.

په دوي کې ډیر داسې کسان هم شته چې په افغانستان کې یې د امریکا د حکومت سره کار کړی او لا هم په متحده ایالاتو کې په دایمې توګه د پاتې کیدو لپاره د کډوالۍ بهیر باید بشپړ کړي.

یو شمیر افغانان داسې هم دي چې دریمو هیوادونو ته ایستل شوي. که چیرته د دوي د کورنۍ کوم غړی په متحده ایالاتو کې وي او د دایمي اوسیدو اسناد ولري، کولی شي چې د هغوي لپاره درخواستۍ ورکړي خو د ځینو لپاره چې امریکا کې لا د اوسیدو دایمي اسناد نلري، د پي -۱ ، پي -۲ او پي -۳ په نامه ویزو لپاره درخواستۍ ورکولی شي.

پي-۱ ویزې د هغو افغانانو لپاره دي چې په افغانستان کې یې د امریکا د حکومت لپاره کار کړی ؛ پي -۲ بیا د هغو افغانانو لپاره ویزې دي چې داسې غیر حکومتی سازمان یا د امریکایي مطبوعاتو لپاره یې کار کړی وي چې مرکز یې په امریکا کې وي او دریمه کګټوري یې د پي -۳ ویزې دي چې هغو افغانانو ته ورکول کیږي چې د کورنۍ نږدې غړي یې په امریکا کې وي.

خو د دې ټولو سره سره، داسې ضمانت نشته چې که د افغانستان څخه کوم ایستل شوی افغان د دې پروګرامونو لپاره په شرایطو برابر وي، حتمي نده چې امریکا ته د راتګ لپآره به ویزه هم ورکړل شي.

د بهرنیو چارو د وزارت په ویب سایټ کې پدې هکله ویل شوي، "د ټولو درخواست کوونکو باید وسیع جرمي سابقه وکتل شي او د کورني امنیت وزارت / د متحده ایالاتو د کډوالۍ او تابعیت ادارې د افسر سره مرکه وکړي".

د متحده ایالاتو د کډوالۍ پروګرام څه شی دی؟

د دې پروګرام لپاره یو کډوال باید لومړی ځان یو داسې دریم هیواد ته ورسوي چې وکړی شي د بهرنیو چارو د وزارت سره پکې اړیکه نیولی وشي تر څو د میشت کیدو بهیر یې پيل شي.

د امریکا د کډوالۍ ادارې د افسر سره تر مرکې وړاندې د درخواست کوونکو څخه د میشت کیدو ملاتړ په مرکزونو کې پوښتنې کیږي، څو ځله یې امنیتي سابقه کتل کیږي او طبي معاینات یې کیږي تر څو ثابته شي آیا امریکا کې د میشت کیدو لپاره په شرایطو برابر دي که نه.

د کډوالۍ ملاتړ مرکزونو ته د راجع کولو چارې د بهرنیو چارو وزارت تنظیموي خو د افغانستان څخه تر وتلو وړاندې د درخواست کوونکي او د متحده ایالاتو د حکومت تر منځ هیڅ ډول اړیکه نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ویب سایټ کې د معلوماتو له مخې د یو غوښتنلیک بهیر د ۱۲ څخه تر ۱۸ میاشتو پورې وخت نیسي او دا پدې معنی چې درخواست کوونکي باید په دریم هیواد کې ژوند وکړي او تر څو یې چې کارونه بشپړ شوي نه وي، باید د خپل ځان او کورنۍ ملاتړ پخپل غاړه واخلي.

د کډوال پروګرام په دریمه کټګورۍ کې هغوي ته فرصت ورکول کیږي د کورنۍ نږدې غړي یې په امریکا کې کډوال وي اویا ورته په تیرو پنځو کالونو کې پنا ورکړل شوي وي.

د کورنۍ پر اساس مهاجرت:

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ویب سایټ د معلوماتو له مخې که چیرته یو تن په متحده ایالاتو کې د کډوال یا پنا غوښتونکي حیثیت ولري، کولی شي چې د خپل خاوند / میرمنې او ناواده شویو ماشومانو لپاره چې مخکې ورته د کډوالۍ حیثیت نه وي ورکړل شوی، درخواستي ورکړي.

هغوي چې په امریکا د اوسیدو لپاره بشردوستانه (humanitarian parole ) ویزې لري، هم کولی شي خپل خاوند / میرمن او ناواده شوي ماشومان چې عمرونه یې تر ۲۱ کالونو کم وي، د کډوال په توګه راولي. امریکایي اتباع او هغوي چې د دایمي اوسیدو اسناد لري، کولی شي د ځینو خپلوانو لپاره درخواستۍ ورکړي.

د متحده ایالاتو کانګرس په ۱۹۶۵ میلادي کال کې د کډوالۍ او ملیت قانون له مخې د کورني مهاجرت دا طرزالعملونه ترتیب کړل. ددې قانون له مخې امریکایي اتباعو او هغوي چې د اوسیدو دایمي اسناد لري، کولی شي خپل نږدې خپل خپلوان راوغواړي، میرمن / خاوند، مور او پلار، ناواده شوي ماشومان هغه کسان دي چې ددې پروګرام له مخې کولی شي امریکا ته په سمدستي توګه راشي.

امریکایي اتباع او دایمي اوسیدنکي یوه فورمه ډکوي چې ۱۲ پړاوه لري او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د کډوالۍ او تابعیت خدماتو دفتر ته یې استوي.

کله چې دا فورمه ومنل شي، درخواست کوونکي ته په امریکا کې د میشت کیدو لپاره د سفر کولو جواز ورکول کیږ.ي

د بهرنیو چارو وزارت په امریکا کې د میشت کیدو لپاره د کډوالو د لارې لګښت ورکوي چې د مهاجرت نړیوال سازمان لخوا تطبیق کیږي.

دغه کسان تر میشت کیدو ۶ میاشتې وروسته باید دا پیسې بیرته ورکړي. همدارنګه په متحده ایالاتو کې دا کسان د بیا میشت کیدو ادارو ته ورپیژندل کیږي چې د کور نیولو او کار پیدا کولو په برخې کې د کډوالو سره مرسته کوي.

د متحده ایالاتو د کډوالۍ قانون له مخې، هغوي چې د مهاجر حیثیت لري په امریکا کې د یو کال میشت کیدو څخه وروسته کولی شي چې د دایمي اوسیدو (ګرین کارډ) لپاره درخواست وکړي او ګرین کارډ اخیستو څخه پنځه کاله وروسته د متحده ایالاتو د تابعیت اخیستو غوښتنه کولی شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG