د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ د داعش له وسله والو پاکه شوې


افغان چارواکي وایي داعش د پچیراګام څخه ۶۵ ولسي پاڅون کونکي له ځان سره وړي چې برخلیک یې لا څرګند نه دی
افغان چارواکي وایي داعش د پچیراګام څخه ۶۵ ولسي پاڅون کونکي له ځان سره وړي چې برخلیک یې لا څرګند نه دی

افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهارد پچیراګام ولسوالۍ د څه باندې یوې میاشتې عملیاتو وروسته تېره شپه په مکمله توګه د اسلامي دولت یا داعش له ولکې څخه پاکه کړې ده.

د پچیراګام ولسوال میرباز خان امریکا غږ ته وویل چې ګډ امنیتي ځواکونه تېره شپه د بر پچیر مټین سیمې څخه هم داعش وسله وال وویستل چې ددغې ډلې وروستۍ مرچلې پکې وې.

ښاغلي میرباز خان وویل :" اوس وضعیت ښه دی او د بر پچیر په مټین سیمه کې اوس ولاړ یم. یعنې ټول پچیر له داعش نه پاک شو او خلک کولای شي چې بېرته خپلو کورنو ته راوګرځي".

ولسوال زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې داعش وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او ډېر یې ټپیان شوي دي،چې زخمیان یې له ځانونو سره انتقال کړي دي.

هغه وايي تر پنځلسو کورونه هم داعش جنګیالیو سوځولي او ډېر کورونه یې تخریب کړي هم دي، ځکه مورچې یې پکې جوړې کړې وې او دیوالونه یې ور سوري کړي دي.

ولسوال میرباز خان وايي چې له دې وروسته به په دغه سیمه کې هغه پنځه سوه پاڅون کونکي هم ځای پر ځای کړي چې حکومت ورته امکانات برابروي.

په ختیځ زون کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن شیرین اقا امریکا غږ ته ویلي چې د پچیراګام د تېرې شپې په وروستۍ او بریالۍ جګړه کې یې د داعش دیارلس جنګیالي وژلي دي.

هغه وايي چې پچیراګام یې په مکمله توګه له داعش څخه پاک کړی دی.

په سیمه کې قومي خلک وايي چې پچیراګام ولسوالۍ له داعش څخه پاکه شوې ده او د دغې ډلې وسله وال له دغې ولسوالۍ د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګورګورۍ سیمې ته تښتېدلي دي.

قومي مشر ملک عزت خان وايي چې ددوی کورنه یې سوځولي او هغه ۶۵ بندیان چې داعش ډلې له ځانه سره وړي وو هغه یې تر اوسه نه دي خوشي کړي.

حکومتي چارواکو هم منلې ده چې داعش ډلې د پچیراګام ولسوالۍ څخه ۶۵ ولسي پاڅون کونکي أه ځان سره وړي چې تر اوسه له دغې ډلې سره دي او د مرګ او ژوندي پاتې کېدو په اړه یې معلومات نشته دی.

په پچیراګام ولسوالۍ باندې کابو یوه نیمه میاشت وړاندې داعش برید کړی و چې په ډېر لنډ وخت کې یې د بر پچیر لس کلي ونیول او د دومره اوږدې مودې لپاره یې وساتل.

XS
SM
MD
LG