د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ د ١١ طالبانو د اعدام سزا تائید کړه


د پاکستان د پوځ لوی درستیر جنرال قمر جاوید باجوه، د جمعې په ورځ (سپتمبر ٢٨) د ١١ بندیانو د اعدام حکم تائید کړ.

دغه ١١ تنه د پاکستان پوځي محکمو په ترهگریزو فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور په اعدام محکوم کړي.

د پاکستان پوځ ویلي دي چې دغو ١١ د قانون د پلي کولو پر ادارو او د پاکستان په پوځ په مختلفو حملو کې لاس درلود.

د پاکستان د پوځ ویاند وویل چې په هغو بریدونو کې چې دغو ١١ تنو پکې لاس درلود د هیواد د ٢٠ سرتیرو او پولیسو په گډون ۴۹ پاکستانیان وژل شوي او ۱۴۸ هیوادوال ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو د نړیوالو د بسنټونو د رپوټونو له مخې، چین، ایران، پاکستان، مصر او سعودي عربستان د هغو هیوادونو له ډلې نه دي چې تر ټولو زیات اعدامونه په کې کیږي.

XS
SM
MD
LG