د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وایي امریکا سیمې ته جنگ صادروي


د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه

پاکستان په امریکا تور لگولی دی چې جنوبي اسیا ته جنگ صادروي او سیمه یې بې ثباته کړي ده.

دغه تورونه چې د پاکستان د حکومت د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه لگولي دي، د اسلام اباد او د واشنگټن د اړیکو په هکله یو ځلې بیا پوښتنې پیدا کوي. دا هغه رپورټونه هم تائیدوي چې وایي د دواړه ملکونو اړیکې د هغې نه وروسته خرابې شویدي چې ولسمشر ټرمپ د اگست په میاشت کې د افغانستان په هکله نوي تگلاره اعلان کړه.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د افغانستان په هکله د پالیسۍ د اعلانولو په وخت په پاکستان تور ولگاوه چې د ترهگرو ډلو ملاتړ کوي. دغه ډلې په افغانستان او هند کې حملې کوي.

ولسمشر ټرمپ د هند د حکومت نه هم وغوښتل چې په افغانستان کې پراخ رول ولوبوي.

جنجوعه دغه خبرې په اسلام اباد کې د امنیت په موضوع یوې غونډې ته د وینا په وخت کې کړیدي. جنجوعه وویل چې په پاکستان د ترهگرو د ملاتړ تورونه دروغ دي او دا چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ غوسه په پاکستان وباسي. ښاغلي جنجوعه وویل

"په افغانستان کې د پاکستان رول ختم کړی شو او ټول تور په مونږ ولگول شو. امریکا په هره موضوع د هند په ژبه خبرې کوي. د کانگرس غړي غواړي چې پاکستان د ترهگرو د ملاتړې ملک په لسټ کې شامل کړي."

جنجوعه شکایت وکړ چې د دې باوجود چې پاکستان د امریکا متحد ملک دی، بیا یې هم امریکا د اتومي وسلو د پروگرام مخالفه دی.

"هند په افغانستان کې غوره متحد گڼل کیږي او امریکا په افغانستان کې د جنگ د ختمولو لپاره یو ځلې بیا پوځي لاره غوره کړیده." هغه زیاته کړه چې که امریکا په افغانستان کې جنگ ختمول غواړي نو پوځي نه بلکه سیاسي حل لاره دې ولټوي.

XS
SM
MD
LG