د لاس رسي وړ اتصالات

فضل الرحمان: د انتخاباتو نتایج نه منو، احتجاج کوو


د پاکستان د جمعیت علما اسلام سیاسي ډلې مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان د عمومي انتخاباتو نتایج رد کړیدي او د دغه خلاف یې په ټول ملک کې یې د مظاهرو غږ کړی.

مولانا فضل الرحمان چې د پاکستان په انتخاباتو کې یې د نورو مذهبي سیاسي گوندونو سره ائتلاف جوړ کړی و او د متحده مجلس عمل د څوکاټ نه یې په انتخاباتو کې برخه اخیستې وه، د ٢٠١٨ کال انتخابات د لاس وهنې او ټگۍ برگۍ د تر ټولو ناوړه مثال وبله.

هغه وویل چې په انتخاباتو کې د خلکو په حق ډاکه واچول شوه او د خپلو طرفدارانو نه یې د انتخاباتو د نتایجو ضد د احتجاج غوښتنه وکړه.

ښاغلي رحمان د مظاهرو دغه اعلان په خپل فیس بک په یوې وینا کې کړی. هغه د پاکستان په پوځ تور ولگاوه چې " پوځ پخپله خوښه د نتیجې د تر لاسه کولو لپاره په بشپړه توګه لاس وهلی."

هغه وویل چې د اګست په اتمه به په اسلام آباد کې د انتخاباتو کمیسیون مخې ته مظاهرې کیږي او خپل اعتراض به ثبتوي. او د اګست په نهمه به د څلورو واړو ایالتونو د انتخاباتو د کمیسیونونو مخې ته مظاهرې کیږي."

د یادونې وړ ده چې فضل الرحمان خپله څوکۍ هم د تحریک انصاف گوند غړي په مقابل کې بایللي ده.

د مولانا فضل الرحمان نه علاوه په دغو انتخاباتو کې نورو مشهور او مخکښو سیاستدارنو لکه محمود اڅکزۍ، افتاب شیرپاو، سراج الحق، اسفندیار ولي خان، میا افتحار او بشیر بلور هم د ناکامۍ سره مخ شویدي.

فضل الرحمان وویل چې "د ټولو ګوندونو د کار کوونکو او د عامو خلکو نه هم غواړي چې د ښار لارو کوڅو ته راوځي. زمونږ احتجاجونه به روان وي او دا مظاهرې به سوله ایزې وي."

د پاکستان لویو سیاسي گوندونو یعني د مسلم لیگ نون او د پاکستان پیپلز گوند هم د پاکستان په پوځ د ټگۍ برگۍ تورونه لگولي دي خو د پاکستان پوځ دغه تورونه رد کړیدي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG