د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان سوداګري په ټپه ولاړه ده


د افغانستان او پاکستان ترمینځ د ځانګړو توکیو پر ټرانزټي سوداګرۍ د بندیز او د دې سوداګرۍ د عامه توکیو د پروسسولو فیس ۱۰ فیصدو ته لوړولو له کبله افغان ټرانزیټي سوداګري په ټپه درېدلې ده.

د پاکستان-افغانستان سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې یو مخور غړي جنید مکدا د پاکستان پانګونې سهولتکارې شورا څخه غوښتي چې د افغانستان-پاکستان ترمینځ روانې سوداګرۍ ته دې له سره کتنه وکړي او له دې په ټپه ولاړ حالت څخه دې راوباسي.

ښاغلي مکداد دا خبره جنوري نهمه (مرغومي ۱۹)د پاکستان د انګلیسي ژبې یوې ورځپاڼې ”دې ټربیون اېکسپرس“ ته کړې.

هغه ویلي چې د پاکستان سوداګرۍ وزارت سره یې تماس نیولی چې پر افغان سوداګرۍ په تازه لګول شوې لس فیصد مالیه دې له سره غور وکړي. دی وايي چې د دواړو هېوادونو اوسنۍ نامطمینه اړیکې او د سوداګرۍ پر وړاندې مشکلات د کاروباري ډلو او دواړو هېوادونو لپاره په سخت مالي تاوان تمامېږي.

د پاکستان سوداګرۍ او صنایعو خونې مخکینی مشر دارو خان اڅکزی د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې " پر افغان ترانزیتي سوداګرۍ لس فیصد نوې مالیه د پروسږ کال نومبر میاشت کې لګول شوې".

ښاغلی اڅکزی زیاتوي چې له تېرو څه کم دوو میاشتو راهیسې ترانزیتي سوداګري په ټپه ولاړه ده.

هغه زیاته کړه، "د چمن-بولدک، او انګور اډې پر افغان سوداګریزو لارو پرلتونه او احتجاجونه روان دي، د ټرانزیټي سوداګرۍ له پیکه کېدو سره پر ډیورنډ کرښه د میشتو هغو پښتنو چې په دې ټرانزیټي کاروبار کې یې میلونونه ډالر پانګونې کړې، یا په زرګونه هغه ټرانسپورټران چې ګاډي یې له دې کاروبار سره تړلي دي، دا مهال له بد مالي حالت سره مخامخ دي".

په عین حال کې د افغانستان سوداګرۍ ګډې خونې پخواني مشر خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل چې د پاکستان حکومت له لوري دغه نوی ۱۰ فیصده فیس چې "پروسېسینګ فیس" بلل کېږي، تر دې وړاندې نه اخیستل کیده>

ښاغلي الکوزي زیاته کړه، "، پاکستان د افغان ټرانزیټي سوداګرۍ په برخه کې ځینې قوانین چې دوی یې (اېس ار او) بولي صادره کړې چې پر یو شمېر توکیو به افغانان، پاکستان ته ۱۰ فیصده ګمرک ورکوي، او بل دا چې افغان سوداګر چې کوم مالونه کراچۍ بندر ته راوړي نو د هغوی به ۱۰۰ فیصده ضمانت (ګارنټي) ورکوي. د بېلګې په توګه که یو سوداګر د ۵۰ زرو ډالرو کانټېنر راوي نو په همدومره حساب به ډالر به په پاکستاني بانک کې په ضمانت ږدي چې کله یې مالونه تر خپل منزله ورسېږي نور وروسته یې د ضمانت جمع کړې پانګې خوشې کېږي".

خان جان الکوزی وايي، دا دوې درې میاشتې کېږي چې هېچا هم هېڅ یو کانټېنر د پاکستان پلو نه دی راتېر کړی. او په پخواني بند پاتې څلور زره کانټېنرو کې درې نیم زره یې افغانستان ته راوړل شوي دي خو پنځه سوه کانټېنر لاهم د پاکستان په کراچۍ بندر کې بند پاتې دي.

پر پاکستاني توکیو د افغانستان تعرفه

د پاکستان او افغانستان سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې غړې د پاکستان انګلیسۍ ژبې ورځپاڼې دې ټربیون اکسبرېس ته ویلي چې د افغانستان له لوري پر پاکستاني مالټو او کینو د مالیې لوړېدو د مالټو سوداګرو ته زښته تاوان اړولی دی. د نوموړي په خبرې چې د کابل له لارې منځنۍ اسیا ته پر لېږدیدونکو پاکستاني تولیداتو هم بد اغېز لوېدلی دی.

دا مهال د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته وریژې، غوړي او بوره لېږدول کېږي.

خان جان الکوزی وايي، د پاکستان له لوري په لومړي ځل د افغانستان ترانزیت سوداګري له لوی خنډ سره مخامخ ده، او په بدل کې افغانستان هم پر ځینو پاکستاني توکیو لکه په کېنو، مالټو، سنګترو، سېمټو او ټولو هغه اجناسو چې له پاکستان څخه افغانستان ته راځي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت چې بله چاره یې نه لرله، پر پاکستانیو اجناسو مالیه لوړه کړه.

ښاغلی الکوزی وايي، چې پاکستان د افغانستان پر انګور مالیه لوړه کړې او د طالبانو حکومت بیا بیا له اسلام اباده غوښتنه وکړه چې خپله مالیه دې راټیته کړي خو هغوی و نه کړه، نوموړی زیاتوي چې د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې پاکستان ته وړاندیز کړی چې دا مسایل باید په ګډه حل کړي.

دی وايي، درې ورځې وړاندې یې په اسلام اباد کې د سوداګرۍ خونې له مشرانو، له دولتي ارګانونو سره مستقیمې او غیر مستقیمې خبرې وشوې، او دا یې ورته وویل چې د دواړو هېوادونو تجارت خراب شوی دی، د افغانستان سوداګرو ته تاوان رسېږی، د مالونو ځنډېدو له کبله یې پر کراچۍ بندر پر افغان کانټېنرو کرایې اوړي. او ورته یې ویلي چې پاتې پنځه سوه کانټېرې دې ورپرېږدي.

الکوزی زیاتوي چې د پاکستان دولت د افغانستان له طالب واکمنو سره خپل ملحوظات لري، او هغه داچې د پاکستان دښمنان په افغانستان کې دي، او داسې نورې خبرې. ښاغلی الکوزی زیاتوي دا ملحوظات خو د افغانستان له سوداګرۍ سره هېڅ اړه نه لري، دا خو سیاسي او امنیتي مسایل دي، دوی دا خبره کوي چې سیاسي مشکل ترڅو نه وي حال شوی دا مشکل نه حل کېږي.

د هواري هیلې

خان جان الکوزی زیاتوي چې په وروستیو کې په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین اخوند اسلام اباد ته تللی وو، او هلته یې پر دې مسایلو خبرې کړي دي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه، " دوی [طالبان] وايي‌، چې خبرې ښې وې، اوس کابل ته د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن هم له پاکستان څخه کابل ته راغلی دی، نو له هغه سره هم په خبرو کې د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند دا خبره وکړه چې زموږ منطقوي تجارت باید د سیاستونو قربان نه شي، او تجارت باید دوام ولري. ګورو چې د مولانا صاحب له دې سفره مثبتې نتیجې راوزي که څنګه؟ خو دمګړۍ د افغانستان سوداګري په بد حالت کې ده. "

د افغانستان- پاکستان ترمینځ په ټپه ولاړه سوداګري او د جهاني تجارتي ارګانونو رول

په وچه کې ایسار افغانستان چې له جغرافیايي پلوه له منځنۍ او جنوبي اسیا سره لګېږي، د خپلې سوداګرۍ لویه تکیه یې د پاکستان او ایران پر سوداګریزو بندرونو ده خو د پاکستان له اړخه بیا بیا مشکلات ورته پېښېږي.

خان جان الکوزی وايي، په دنیا کې تجارتي قانون دی، نړیوال اصول دي، نړیوال سوداګرۍ سازمان دی، ټرانزیټي قوانین دي، نړیوال تړونونه دي، په وچه کې پراته هېوادونو ته باید لاره ورکړل شي، خو پاکستان له بده مرغه دا درې واړه نړیوال اصول، تر پښو لاندې کړي دي. فقط په دې نامه چې د افغانستان له لارې قاچاق کېږي، او پاکستان د خپلې دغې ادعا لپاره کوم سند هم نه دی وړاندې کړی. اوس خو پولې تړلې دي، هېڅوک تېرېدلی، راتېرېدلی نه شي، نو قاچاق به څنګه کوي. پخوا کېدای شي کېدو، اوس خو هېڅ شی نشته. خو د سوداګرۍ دغه اوسنی په ټپه ولاړ حالت د منطقې په ډېر جدي نقص باندې تمامېږي.

پر ټرانزټي سوداګرۍ پاکستانی دریځ

اسلام اباد ادعا کوي چې د افغان ټرانزیټي سوداګرۍ ډېری توکي چې افغانستان ته څنګه وارد شي نو بیرته پاکستان ته اړول کیږي. د کابل او اسلام اباد ترمینځ ټرانزیټ سوداګري د پاکستان تر جوړېدو پس له تېرو څه باندې اوو لسیزو راهیسې یوه لانجمنه مسله ګرځېدلې، ځکه خو د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني حکومت د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د منځنۍ اسیا په ګډون نورې متبادلې لارې لټولې چې په هغو کې د هوايي دهلېزونو ایجادول هم شامل وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG