د لاس رسي وړ اتصالات

د بلوچ جلاغوښتونکو او د پاکستان د پوځ ترمنځ جګړه دوام لري


په بلوجستان ایالت کې پاکستاني پوځیان د دریمې پرله پسې ورځې لپاره په داسې حال کې د بلوچ جلاغوښتونکو پر وړاندې په جګړه بوخت دي چې یو پاکستانی امنیتي مقام وایي یاغیانو دا بریدونه چین ته د صدراعظم عمران خان د سفر د ګډوډولو په مقصد کیږي.

له دې دمخه د پاکستان پوځ ویلي وو چې د جلاغوښتونکو بریدونه یې دفع کړي دي.

د اسلام آباد او بیجینګ ترمنځ اړیکې پدې وروستیو کلونو کې خورا پیاوړې شوي چې عمده دلیل یې د بلوچستان د ګوادر بندر سره د چین د لرې پروت لویدیځ شین ژیانګ ایالت نښلول دي.

لویدیځ چین د شین ژیانګ په ایالت کې د اویغوریانو په نسل وژنه او زنداني کولو تورنوي. خو بیجینګ دغه تورونه ردوي.

د بلوچستان ایالت د اوږدې مودې راهیسې د تاوتریخوالي او ناارامیو شاهد دی؛ چیرته چې جلاغوښتونکي ادعا کوي چې د پاکستان حکومت ددې ایالت د پراخو طبیعي شتمنیو څخه ګټه اخلي، خو خلکو ته یې بنسټیز کارونه لکه زیربناوې ندي جوړې کړې چې غربت او ناداري له منځه لاړه شي.

د چین-پاکستان دهلیز، اقتصادي پروژې پداسې حال کې پدې ایالت کې اعتراضونه زیږولي چې ادعا کیږي دغې سترې پانګونې محلي ولس ته یې کومه ګټه نده رسولې.

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ دریمه (سلواغې ۱۴) تائید کړه چې په بلوچستان کې په امنیتي اډو باندې د سخت دریځو په بریدونو کې لږ تر لږه اوه پاکستاني سرتیري او ۱۵ سخت دریخه وژل شوي دي.

پاکستاني امنیتي مقاماتو ویلي د جلاغوښتونکو د ځپلو لپاره پوځي عملیات لا هم روان دي، خو ددغو نښتو د مرګ ژوبلې په اړه یې تازه شمیرې ندي وړاندې کړي.

ټاکل شوې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان او د چین ولسمشر شی جینپنګ د اقتصادي پروژو، د بلوچانو د بریدونو او پدې ایالت کې په امنیتي وضعیت خبرې وکړي.

پدې ترڅ کې بلوچ جلاغوښتونکو ادعا کړې چې په دوو بریدونو کې یې د پاکستان ۱۷۰ تنه پوځیان وژلي دي، خو پاکستاني مقاماتو دا ادعا رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG