د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ډنډ‌پټان سره څېرمه ځینې تاسیسات افغانستان ته سپارلي


چارواکي وايي،د ډنډپټان ولسوالۍ ته څیرمه ډیورنډ کرښې اوږدو کې د چهارشنبې په ورځ پاکستان یو شمیر تاسیسات افغانستان ته سپارلي
چارواکي وايي،د ډنډپټان ولسوالۍ ته څیرمه ډیورنډ کرښې اوږدو کې د چهارشنبې په ورځ پاکستان یو شمیر تاسیسات افغانستان ته سپارلي

د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د دغه ولايت د ډنډپټان ولسوالۍ په ځينو سرحدي سيمو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري جوړ شوي پوځي تاسيسات د چهارشنبې په ورځ افغان سرحدي ځواکونو ته سپارل شوي دي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت امريکاغږ ته وويل، چې د دغې ولسوالۍ د "انځرکي کنډو" او "ټوپ سر" سيمې په تېرو دريو کلونو کې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې وې، چې له همدې کبله پاکستاني ځواکونو پرې امنيتي پوستې جوړې کړې وې، خو په وروستیو ورځو کې افغان ځواکونو دا سیمې له طالبانو بیرته ونیولي او پاکستاني ځواکونو هم دا سیمه افغانستان ته وسپارله.

ښاغلي حسرت وويل " د طالبانو پرضد د څو ورځنيو عملياتو په نتيجه کې دا سيمې د افغان امنيتي ځواکونو تر ولکې لاندې راغلې او د پاکستاني ځواکونو له لوري په دوو ځايونو کې جوړ شوي نظامي تاسيسات پرون چهارشنبه افغان لوري ته وسپارل شول".

عبدالله حسرت دغه راز وويل، يو شمېر امنيتي پوستې چې پر صفري نقطه پاکستاني ځواکونو جوړې کړې وې، د داړو غاړو د امنيتي منسوبينو د توافق په نتيجه کې ونړول شوې.

په ورته وخت کې د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم امريکاغږ ته وويل، چې د انځرکي کنډو له سيمې څخه طالبانو په پکتيا، خوست، غزني او ځينو نورو ولايتونو کې خپلو جنګياليو ته اکمالات کول.

هغه زياته کړه، چې د دې سيمې تر کنترول وروسته به طالبان او د حکومت نور وسله والو مخالفين ونشي کولای په ازاد ډول له دې لارې تګ راتګ وکړي.

د پکتيا د ډنډ پټان ولسوالۍ په دغو سرحدي سيمو کې د پاکستان له لوري جوړې شوې امنيتي پوستې داسې مهال افغان امنيتي قواوو ته وسپارل شوې، چې څو ورځې مخکې د خوست د ځاځي ميدان ولسوالۍ په يوه سرحدي کې د پاکستاني ملېشو او افغان امنيتي ځواکونو او ولسي ملاتړ کوونکو ترمنځ د امنيتي پوسو پر سر نښته وکړ.

د ځايي مقاماتو په وينا د تیرې یکشنبې د ورځې په نښته کې پنځه پاکستانۍ ملېشې او دوه افغانان ووژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

XS
SM
MD
LG