د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د دوو اوونیو لپاره په زندان کې د عمران خان سره د خلکو ملاقاتونه بند کړل


په پاکستان کې چاراکو سه شنبه مارچ ۱۲ (کب ۲۲) په زندان کې د مخکني صدراعظم عمران خان سره د دوو اونیو لپاره په ملاقاتونو بندیز ولګاوه.

د پاکستان حکومت او د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند دا بندیز تائید کړی او حکومت ویلي بندیز یې وروسته تر هغه ولګاوه چې په زندان باندې د احتمالي برید کیدو په هکله یې استخباراتي معلومات تر لاسه کړل.

چارواکو پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، څو ورځې وړاندې یې د راولپنډۍ په ښار کې د اډیالا په زندان کې امنیتي تدابیر ډیر کړل خو په تازه اقدام کې یې ویلي چې د دوو اونیو لپاره هیڅوک نشي کولی پدې زندان کې د عمران خان او نورو بندیانو سره ملاقات وکړي.

پدې زندان کې د مخکني صدراعظم عمران خان تر څنګ نور وسله وال هم بندیان دي او لا نده څرګنده چې استخباراتي معلومات د ښاغلي خان او که په زندان کې د وسله والو په هکله تر لاسه شويدي.

د پاکستان د پنجاب ولایت مسؤلینو ویلي چې د دې اقدام هدف د مخکني صدراعظم عمران خان پر ضد نه، بلکې د جدي ګواښ په هکله دی چې چارواکي پرې پلټنې کوي.

د پاکستان مرکزي حکومت لا پدې هکله تبصره نده کړې، خو تر دې وړاندې د راولپنډۍ پوليسو تیره اوونۍ ادعا وکړه چې د پاکستاني ځواکونو د ترهګرۍ پرخلاف د څانګې (سي ټي ډي) سره یې په ګډه په اډیاله زندان د یو لوی تروریستي برید مخه نیولې ده.

د راولپنډۍ د پوليسو مشر (سي پي او) سيد خالد همداني ویلي، درې ترهګر یې د درنو وسلو او مهماتو سره ددې برید په تړاو نيولي دي.‏

د پولیسو دغه مشر د روانې مارچ میاشتې په اوومې نیټې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي و چې ددې برید په تړاو یې درې "ترهګر" چې هغه ویلي د افغانستان اوسیدونکي وو هم نیولي دي.

د پولیسو دغه مشر زیاته کړې چې له ترهګرو څخه د اډياله زندان نقشه، لاسي بم او چاودیدونکي توکې او اتومات وسلې هم ترلاسه شوي دي."

عمران خان چې ۷۱ کاله عمر لري، د دولتي محرمو معلوماتو افشا کولو، د واده قانون څخه سرغړاونې او نورو تورونو له کبله په ۱۴ کالونو بند تیرولو محکوم شوی او د دولتي مقام لرلو لپاره نا اهله بلل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG