د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د کرونا ویروس له وېرې افغانستان سره د چمن دروازه وتړله


د سپین بولدک ـ چمن لار
د سپین بولدک ـ چمن لار

د نن دوشنبې سهار راهيسې د سپين بولدک - چمن لار د هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دغه لار هره ورځ تر ۳۰زره زيات کسان تګ راتګ لري.

ياده لار د کرونا د ناروغۍ د ويروس د مخ نيوي په موخه تړل شوې ده.

چار واکي وايي چې د چمن او سپين بولدک ترمنځ لار به تر راتلونکي يوې اونۍ پوري تړلې وي.

د کندهار د والي وياند بهير احمدي نن دوشنبه «کب۱۲مه» امریکا غږ اشنا راډيو ته وويل چې دغه لار د پاکستاني لوري لخوا تړل شوې ده.

هغه وويل:"د دواړو هيوادونو ترمنځ لار پاکستاني لوري تړلې که څه هم د کرونا ناروغۍ د مخ نيوي لپاره د نورو حل لارو وړانديز پاکستاني لوري ته وشو خو هغوی وايي چي د مرکزي حکومت پريکړه يې همدا ده او تر راتلونکي اونۍ پوري به تړلې وي."

په کندهار کي هم د کرونا ناروغۍ پر ضد تياری نيول شوی خو روغتيايي چارواکې وايي چي تر اوسه پدې ولايت کې هيڅ مشکوکه پېښه نه ده ثبت شوې.

دا په داسې حال کې ده چې نن ازبکستان هم د کرونا ویروس انتقال مخنیوي په هدف په بلخ ولایت کې د حیرتان بندر له افغانستان سره تر نامعلومې نېټې پورې وتړه.

د ازبکستان له خوا افغانستان سره د سرحد د تړلو وړاندې ترکمنستان هم تیره اونۍ افغانستان سره خپل سرحد د هرات په ولایت کې تړلی و.

تراوسه یوازې د افغانستان په هرات ولایت کې د کرونا د ویروس یوه مثبته پیښه ثبت شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" وايي چې د یکشنبې د ورځې (کب۱۱مه) په هرات کې د یوې مثبتې پیښې پرته بله پیښه نه ده ثبت شوې. " اوچا" د معلوماتو له مخې تراوسه ۵۵ مشکوکې پیښې ثبت شوي چې د ۳۸ پیښو لابراتواري نتیجې منفي ختلي او ۱۷ نورو نتیجې به د لابراتواري معاینو وروسته څرګندې شي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG