د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د فاع وزیر: د ټرمپ وینا په پاکستان کې ویره خپره کړې


پاکستان وایي که امریکا د زور نه کار واخلي، په پاکستان کې ګډوډي راځي.
پاکستان وایي که امریکا د زور نه کار واخلي، په پاکستان کې ګډوډي راځي.

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستگیرخان د سه شنبې (اګست - ۵ مه) په اسلام اباد کې خبرېالانو ته وویل چې پاکستان د خپلو ځمکنیو سرحدونو ، سمندري اوهوایې حدودو څارنه سخته کړې ده.

ښاغلي دستګیر وویل چې د متحده اېالاتو سره د ټولو ستونزو دوستانه حل غواړي خو هغه خبرداری ورکړ که امریکا د پاکستان پرخلاف له طاقت نه کار واخیست ، پدې هیواد کې به بی ثباتي اوگډوډي پېدا شي.

" که څه هم چې مونږ په سمدستي توگه د کومې حملې احساس نه کوو خو بېا هم د خپلو هوایې، سمندري اوځمکنیو سرحدونو په اوږدو کې مو د څارنې تدابیر سخت کړي دي.غواړو چې په روغه او د مذاکراتو له لارې معاملې حل کړو. که امریکا د پاکستان پرخلاف گام پورته کړي بی ثباتي او گډوډي به رامنځ ته کړي."

د پاکستان د دفاع وزیردغه خبره وروسته له هغې وکړله چې د متحده ایالاتو جمهوررئیس، ډانلډ ټرمپ کله چې د افغانستان او جنوبي آسیا د هیوادونو لپاره د خپل حکومت تګلاره اعلانوله، وویل چې پاکستان د حقاني شبکې او طالبانو په شمول ټروریسټي سازمانونو ته پخپلې خاورې کې ځای ورکړې دی چې په افغانستان کې بی ثباتي راولي او هلته پرتو امریکایې عسکرو باندی د حملو لپاره پلانونه جوړوي.

ټرمپ په خپله وینا کې په مشخصه توگه دا ونه ویل چې پر پاکستان د فشار د زېاتولو لپاره څه ډول اقدام په پام کې لري خوگومان کیږي چې د ېو لړ اقتصادي او ډېپلوماتیکي اقداماتو په اړه غورکوي اوهم به پر قبائیلي علاقو باندې د بی پېلوټه ډورن الوتکو حملې زېاتې کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر ټول هغه الزامونه رد کړل چې په خپله خاوره کې ټروریسټي سازمانوته پناه ورکوي. د پاکستان دفاع وزیر اعتراف وکړ چې پاکستان د ټرمپ له څرگندونو وروسته په وېره کې لویدلی.

توقع کیږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف به د امریکایي چاوراکو سره دمذاکراتو لپاره واشنگټن ته سفروکړي.

XS
SM
MD
LG