د لاس رسي وړ اتصالات

پر سوداګریزو چارو د خبرو لپاره کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر


ټاکل شوې نن دوشنبه جولای ۱۸ (چنګاښ ۲۷) د پاکستان د سوداګرۍ وزارت یو پلاوی پر یو لړ مسائلو د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ناوخته ویلي چې د یاد هیواد د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد صالح احمد فاروقي په مشرۍ دغه پلاوي کې د پاکستان د کورنیو چارو او انرژۍ وزارتونو استازي هم شامل دي.

پاکستان ویلي چې یاد پلاوی به کابل ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې له افغان لوري سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ، ټرانسپورټ او سرحدي اسانتیاو په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو او د پرتو ستونزو د هواري په اړه هم خبرې وکړي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي یک تلویزیون ته ویلي چې له پاکستاني پلاوي سره به د دواړو هیوادنو ترمنځ دوه اړخیزو سوداګرۍ، ترانزیټ او ترانسپورت په برخه کې د پرتو ستونزو په اړه خبرې وشي.

که څه هم ویل کیږي چې پاکستانی پلاوی به د کانونو او پترولیم وزارت له مسؤلینو سره د ډبرو سکرو په اړه هم خبرې وکړي، خو د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهان نن دوشنبه امریکا غږ ته وویل چې د ډبرو سکرو د بیو ټيټېدو په اړه بحث په اجنډا کې نشته.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت پلاوی پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د ډبرو سکرو ګمرکي محصول د دوو سوو ډالرو څخه دوو سوو اتیا ډالرو ته لوړ کړی دی.

همداشان دا پداسې حال کې دي چې دمخه افغان سوداګرو له پاکستان سره دسوداګرۍ، ترانزیټ او ترانسپورت په برخو کې شکایتونه کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې تر دې مخکې ویلي و چې په دغه هیواد کې وروستیو سیاسي تحولاتو د ګاونډیانو په ګډون له ټولو هیوادونو سره سوداګري ټکنۍ کړې ده. دغه ادارې همدارنګه د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG