د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د راتلونکې حکومت پنځه لویې ستونزې


د پاکستان اقتصاد ته د تیلو لوړه بیه هم تاوان رسولی.
د پاکستان اقتصاد ته د تیلو لوړه بیه هم تاوان رسولی.

په پاکستان کې انتخاباتو ته شپږ ورځې پاتې دي او د سياسي ګوندونو انتخاباتي کمپاينونه اوج ته رسېدلي دي.

هر چا چې د پاکستان د جولای د پنځه ویشتمې نیټې انتخابات وگټل، نو په کار ده چې عاجل اقدام او گرانې فېصلې وکړي، ځکه په دې هیواد کې ستونزې ډیرې دي. د دغو ستونزو له جملې نه پنځه ستونزې ډیرې جدي دي چې اسوشیتد فرانس پرس دا ډول تشریح کړي دي؛

١ ترهگري

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې وروستیو څو کلونو کې د پوځي عملیاتو وروسته امنیتي وضعیت بهتره شوی خو څیړونکي له ډیرې مودې راهیسې خبرداری ورکوي چې پاکستان د ترهگرۍ ریښې ندي ویجاړي کړي او ترهگر په اسانه خپل بریدونه ترسره کوي چې په عمل کې ښودلې هم ده. د بیلگې په توگه د بلوچستان د مستونگ برید چې پکې ١۴٩ تنه ووژل شول او د پاکستان په تاریخ کې د داعش له خوا د دویم خونړي برید په توگه ثبت شو.

٢ اقتصاد

داسې ویرې مخ په زېاتېدو دي چې د پاکستان راتلونکی حکومت به د نړیوالو پورونو بېرته ورکولو له کړکېچ سره مخ کړي. اټکل کیږي چې پاکستان له نړیوال وجهي صندوق یا ای ایم ایف څخه نوې قرضې واخلي.

د مخ په زېاتېدونکي تجارتي خسارې د هوارولو په موخه مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو زېرمې په لویه کچه مصرفوي او د کلدارې ارزښت ټیټوي. یواځې په دې اونۍ کې د کلدارې بیه پنځه په سلو کې ټېټه شوه.

د پاکستان اقتصاد ته د تیلو لوړه بیه هم تاوان رسولی. په ورته وخت کې د ټوکرو صادرات هم د چینایي وړیا تولیداتو له امله ضربه لیدلې ده. د انتخاباتو گټونکی به د اقدام لپاره ډیر کم وخت ولري.

٣ د نفوس زیاتوالی

د نړیوال بانک د شمیرو په اساس محافظه کاره پاکستان، د محدوده کورني پلان سره یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اسیا په لویه وچه کې په هر یوې ښځې باندې درې ماشومان لري.

دا له ١٩٦٠ میلادي کال راهیسې د نفوس پنځه برابره زیاتوالی ښیي. د تیر کال د سرشمیرنې په اساس پاکستان ٢٠٧ میلیونه نفوس لري. څیړونکي وایي که په دې هکله جدي اقدام ونشي د هیواد طبعی منابع، په ځانگړې توگه اوبه به د خلکو لپاره په کافي اندازه پیدا نشي.

۴ د اوبو کموالی

کارپوهان وایي که چارواکي د اوبو کموالي ته په عاجله توگه د حل لاره پیدا نکړي نو پاکستان د طبعي ناورین سره مخ شي. چارواکو تخمین کړی چې تر ٢٠٢٥ کاله پورې به دغه هیواد په بشپړ توگه د اوبو قحطي سره مخ شي.

د ملگرو ملتو د شمیرو په اساس اوس په پاکستان کې هر کس ته ٥٠٠ متر مکعب اوبه رسیږي چې د دې یو په درې برخه اوبه سومالیا کې خلکو ته رسیږي. په پاکستان د هیمالیا ستر یخچالونه، سیندونه او مانسون باراونه لري.

خو د اوبو یوازې درې سترې ځیرمې د جنوبي افریقا یا کانادا سره نشي پرتله کیدای. دا ډول ځیرمې ډیر ژر ختمیږي. سیاسي حل لاره به دا وي چې د دې اوبو د ذخیرې لپاره ځای جوړ شي.

۵ د ملکي حکومت او پوځ اړیکې

پاکستان خپل ٧١ کاله تاریخ کې نیمایي وخت د پوځ تر واکمنۍ لاندې تیر کړی چې د ملکي او پوځي قدرتونو ترمنځ انډول موجود نه و.

خو په ٢٠١٣ کال کې هغه مهال د دموکراسۍ لپاره هیلې وټوکیدلې چې د لومړي ځل لپاره د انتخاباتو په ترڅ کې د قدرت انتقال ترسره شو. خو له هغه وروسته کارپوهانو د پخواني صدراعظم نواز شریف او پوځ ترمنځ د خاموشې کودتا خبرداری وکړ.

سیاسي گوندونه شکايت کوي چې د پاکستان پوځ دوی د انتخاباتي کمپاين پر مهال په مستقيمه او غيرمستقيمه توګه ځپلي.

پخوانی صدراعظم او د پاکستان مسلم لیګ «ن» ګوند مشر نواز شريف تیرکال د پاکستان د سترې محکمې له خوا د اداري فساد په تور له دندې ګوښه کړ شو او روانه میاشت، شریف او د هغه لور زندان ته ولیږل شول.

XS
SM
MD
LG