د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان انتخابات - د عمران خان گوند مخکې دی


په پاکستان کې د انتخاباتو لمړني نتایج ښیي د تحریک انصاف گوند د پاکستان په عمومۍ اسمبلۍ کې د نورو گوندونو نه مخکې دی.

تروسه پورې لا ټول نتایج ندې راغلي او د رایو شمیر دوام لري خو د پاکستان تح‏ریک انصاف گوند ویاند فواد چوهدري ټویټ کړیدی چې ملت ته دې نوې صدراعظم مبارک شي.

د پاکستان د تحریک انصاف گوند پلویانو د ملک په بیلا بیلو برخو کې د بري لمانځل پیل کړیدي. خو د پاکستان نور سیاسي گوندونه د مسلم لیگ نون ، پیپلز گوند، ایم کیو ایم او د عوامي نیشنل گوند تور لگوي چې په انتخاباتو کې ټگي برگي شویده.

د مسلم لیگ نون گوند کاندیدانو تور لگولی دی چې د رایو د شمیر په وخت د هغوي کسان ندې پریښودل شوي او د تحریک انصاف گوند د بري لپاره کار کیږي.

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر احسن اقبال هم د ټگۍ برگۍ تور لگولی دی.

( د رایو شمر دوام لري. تاسو دا پاڼه لږ وروسته بیا وگورئ)

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG