د لاس رسي وړ اتصالات

یو پخوانی قاضي القضات د پاکستان لنډمهاله صدراعظم شو


پخوانی قاضي القضات ناصر الملک د پاکستان موقت صدراعظم شو
پخوانی قاضي القضات ناصر الملک د پاکستان موقت صدراعظم شو

د پاکستان پخوانی قاضي القضات ناصر الملک د جمعې په ورځ د پاکستان د موقت صدراعظم په توگه لوړه وکړه.

د شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د حکومت موده پوره شوه او وروسته له هغې چې ښاغلي عباسي د پنجشنبې په شپه له خپل مقام نه استعفا وکړه د پاکستان جمهور رئیس ممنون حسین د هغه هیواد پارلمان منحل اعلان کړ.

ناصرالملک چې د پاکستان د دموکراتیکو بنسټونو په مدافع مشهور دی د جولای د میاشتې تر ٢٥ پورې به چې ټاکل شوې په هغه هیواد عمومي انتخابات وشي د پاکستان د صدرات چارې پرمخ بوزي.

ښاغلی عباسي وروسته له هغې د صدرات چارې ترلاسه کړې چې د پاکستان سترې محکمې په ٢٠١٧ کې د نواز شریف صلاحیت سلب کړ.

د ښاغلي شریف د سلب صلاحیت کیدو موضوع په ٢٠١٦ کې وروسته له هغې مطرح شوه چې د "پاناما اسنادو" په نامه پلټنو د نواز شریف، د هغه د لور او دوو زامنو د جایدادونو نه پرده پورته کړه، دا هغه شتمنۍ وې چې ښاغلي شریف او کورنۍ یې په اړه رپوټ نه و ورکړی.

د پاکستان د اداري فساد ضد محکمې گوښه کړای شوی صدراعظم نواز شریف او د هغه لور مریم نواز په لندن کې د غیر قانوني ملکیتونو د لرلو په تړاو تورن کړل. ښاغلي شریف او کورنۍ یې دا تورونه رد کړي دي.

د نواز شریف له گوښه کیدو نه څو ورځې وروسته د مسلم لیگ نواز گوند د گوند بل غړی شاهد خاقان عباسي د هغه د ځای ناستي په توگه معرفي کړ او هغه اټکلونه یې له منځه یووړل چې گواکې د پاکستان پوځ غواړي چې واک ونیسي.

همداشان د پاکستان سترې محکمې د اپریل په میاشت کې حکم وکړ چې نواز شریف د عمر تر پایه نشي کولای چې په دولتي څوکیو کې دنده ترسره کړي.

ښاغلی شریف درې ځلې د پاکستان د صدراعظم په توگه ټاکل شوی او هر ځل له واکه لرې کړای شوی دی. په ١٩٩٣ کې هغه د جمهور رئیس د یو فرمان په نتیجه کې گوښه کړای شو، په ١٩٩٩ کې د پوځي کودتا په نتیجه کې خلع او بندي شو، خو وروسته له بنده خوشې او سعودي عربستان ته تبعید شو

XS
SM
MD
LG