د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د طالبانو حکومت دې د تشو ادعاو پرځای د تروریستي ډلو پرخلاف اغیزمن اقدامات وکړي


عکس: ارشیف - پاکستان کې امنتي پیښه
عکس: ارشیف - پاکستان کې امنتي پیښه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي دولت یا د داعش د خراسان د څانګې له خوا د افغانستان په خلاف د پاکستان د خاورې څخه د کار اخیستلو په اړه د طالبانو د حکومت ادعا نا موجه بللې او ویلي دي چې ددغسې ادعاو پرځای دي د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ټولو میشتو تروریستي ډلو پرخلاف اغزمن اقدامات ترسره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهراه بلوڅ د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد کې د خبري کنفرانس پر مهال د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې یو ځل بیا وویل چې د خیبر پښتونخوا ایالت د بشمام په سیمه کې د روان کال د مارچ د میاشتې د ۲۶ ورځې برید په افغانستان کې پلان شوی وو.

میرمن بلوڅ وویل: " مونږ داسې شواهد موندلي چې د بشام د برید تړاو په افغانستان کې د میشتو تروریستانو سره ثابتوي. ځانمرګی برید لکه څنګه چې د آی ایس پي ار (پاکستان پوخ عامه اړیکو دفتر) ویلي د سرحد څخه بهر سره اړیکې لري. د تروریستي برید پلان په افغانستان کې ترتیب شوی او تروریستان او هغوی ته د امکاناتو برابرونکي د افغانستان له دننه څخه کنټرول کیدل".

میرمن بلوڅ د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د ویاند د سه شنبې د ورځې د ادعا په اړه چې د اسلامي دولت د خراسان ځانګې داعش وسله وال پر افغانستان د بریدونو لپاره د پاکستان خاوره استعمالوي په کلکه رد کړه او ویې ویل چې د طالبانو د حکومت چارواکي دې ددغسې ادعاو د مطرح کولو پرځای په افغانستان کې د میشتو تروریستي ډلو په خلاف اقدامات وکړي.

میرمن بلوڅ وویل: "د افغان مقاماتو [طالبانو] له خوا د نورو لګول شویو تورونو په اړه مونږ هغه په بشپړ ډول ردو او باور لرو چې دغسې بیانیې موجه نه دي او د دغسې غیرمسوولانه بیانیو پرځای افغان مقامات [طالبان] باید د ټولو هغو تروریستي ډلو پر خلاف اغیزمن اقدامات وکړي چې په افغانستان کې میشت دي".

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ مۍ اووم (ثور۱۸) په یوه اعلامیه کې د بشام د پیښې په اړه د پاکستان د پوځ د اعلامیې په هکله چې په کې ویل شوي و چې پر چینايي انجینرانو باندې برید په افغانستان کې ترتیب شوی و او ځانمرګی بریدګر هم افغان و، د پاکستان د پوځ دا څرګندونې بې مسوولیته او له حقیقت څخه لیرې ادعاوې بللې وې او تور یې لګولی وو چې د داعش وسله وال د پاکستان خاوره د افغانستان په خلاف کاروي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " د خیبرپښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان د پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چینايي اتباعو وژل کیدل د پاکستان د امنیتي ارګانونو کمزوري اویا هم له حمله کوونکو سره همکاري په ډاکه کوي چې په دواړو صورتونو کې یې مسوولیت د پاکستان حکومت ته متوجه دی".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې د طالبانو د حکومت له خوا په افغانستان کې د میشتو تروریستي ډلو پر خلاف د اغیزمنو اقدامانو په ترسره کولو سره به دا وښيي چې تروریستي ډلې په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه نلري. د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې پاکستان ددغو پیښو په تړاو خپل شواهد او اسناد د طالبانو حکومت سره د مختلفو چینلونو شریک کړي دي.

میرمن بلوڅ د طالبانو د حکومت څخه په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د ډلې د وسله والو په خلاف د اقداماتو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې څخه یوې خبریالې وپوښتل چې ایا دا ممکنه ده چې لکه څنګه چې پاکستان په ایران کې د تروریستانو په خلاف هوايي عملیات ترسره کړل دغسې عملیات په افغانستان هم ترسره کړي وویل چې دا د ګمان او اټکلونو په اړه تبصره نه کوي، خو زیاته کړه چې پاکستان دا ثابته کړې چې کله هم اړتیا پیښه شوې له خپل ځان څخه یې دفاع کړې ده او دا کار يې د روان ۲۰۲۴ کال په سر کې له افغانستان څخه د یو وروستي برید په غبرګون کې ترسره کړی دی.

د پاکستان هوايي ځواکونو د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۱۸ (کب ۲۸) د پکتیکا په ولایت کې د برمل ولسوالۍ د لمنه په سیمه کې او د خوست ولایت د سپرې ولسوالۍ د افغان دوبۍ په سیمه کې دوه بریدونه ترسره کړل چې په پایله کې یې په پکتیکا کې د دریو ښځو او دریو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او یو کور نړیدلی وو او په خوست ولایت کې دوه ښځې وژل شوې او یو کورهم نړیدلی وو.

د طالبانو حکومت دا برید د افغانستان په حریم باندې تیرې بللی وو او د برید په غبرګون کې یې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې په څو ځایونو کې د پاکستان په سرحدي پستو د درنو وسلو ډزې کړې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG